هډؤ خوب نه راځی
(غزل : مهر انديش)
ټوله شپه يمه سرګردانه هډؤ خوب نه راځی
زما د خوګ زړګی درمانه هډؤ خوب نه راځی
ټوله شپه يمه سرګردانه هډؤ خوب نه راځی
زما د خوګ زړګی درمانه هډؤ خوب نه راځی
تصوير دې راکه چې د شپې مې په سينه پروت وی
ستا نه بغير راله جانانه هډؤ خوب نه را ځی
ستا نه بغير راله جانانه هډؤ خوب نه را ځی
د خوب ګولو باندے مې هم اوس سترګې نه پټيږی
اے د سکون د کلی خانه هډؤ خوب نه راځی
اے د سکون د کلی خانه هډؤ خوب نه راځی
نۀ مې مازغو ته څۀ سکون شته نه مې زړۀ ته قرار
چې جدا شوې يم له تانه هډؤ خوب نه راځی
چې جدا شوې يم له تانه هډؤ خوب نه راځی
ښارونه ډېر دی ښکلی ښکلی خو چې څۀ وجه ده
ستا نه بغير راله مردانه هډؤ خوب نه راځی
ستا نه بغير راله مردانه هډؤ خوب نه راځی

No comments