د ترهګرۍ پر وړاندې شریکہ مبارزہ
د پاکستان وزیر اعظم ښاغلي خاقان عباسي د کابل سفرنه پس د تجزيه کوونکو له خوا د نيکو هيلو څرګندونې شوې دي.نوموړي له ښاغلي غني سره په کتنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړانديزملاتړوکړو او د هرقسم همکارۍ يقين یې ورکړو.
ددې خبرې پخلے د افغانستان د حکومت وياند ښاغلي شاه حسين مرتضوي هم کړے دے. هغوي زياته کړه چې دې ملاقات کې دافغانستان او پاکستان په ګډ پلان بحث شوے دے.په دغه ګډه غونډه کې ددواړو ملکونوخارجه وزيران او سلاکار هم ناست و. د پاکستان له خوا د افغان ځکومت د سولې هر قسمه عمل هرکلے کوو او پخپله هم د هر قسمه مرستې ته تيار يو. په دغه غونډه کې د سرحدي خلاف ورزو،د راکټونو بريدونه او د زندانيانو د تبادلې په اړه خبرې وشوې او په ګڼو خبرو اتفاق څرګند شو. دواړه ملکونه د پاکستان نه د کډوالو د ستنيدو په ميکانزم هم يوې شريکې پريکړې ته ورسيدل. د دواړو ملکونوله اړخه د شريکې ښيګړې په اړه هم ډيرې ګټورې خبرې وشوې چې پکې له کويټې نه تر قندهاراو هرات پورې د ريل پاټلۍ غزول،د پيښورجلال آباد سړک او پاټلۍ،او دپيښور او کابل سړک جوړول شامل وو. ياده دې وي خاقان عباسي د کابل دا سفر د صدر اشرف غني له خوا په بلنه شوے وو. د وزيراعظم عباسي دې سفر ته د تجزيه نګارانو له خوا په ښه پراميده نظر کتل کيږي چې پاکستاني ميډيا کې پرې ليکنې او څرګندونې روانې دي .

No comments