Breaking News

راو انور چا سره دے ؟



راو انور چا سره دے او تر اوسه ولي و نه نيول شو.؟ دا څه
نوے سوال نه دے ځکه چي پاکستان کي هر څه ممکن دي.دلته پوليس افسران او تاڼي اخستل شوي دي او دملک دټولو نه زيات بد معاشان او مجرمان ددي ملک سياستدانان دي. هغوي خپل مخالفين په مختلفو طريقو له مخي ختموي او ځان ته سياسي لاري صفا کوي چي تل د پاره په دي ساده خلقو حکومت وکي او خپلو عياشو ته دوام ورکړي.دا خبره ثابته شوي ده چي په پنجاب کي شهباز شريف او په سنده که زرداري دوه قسمه غنډه ګان او بدمعاشان ځان سره ساتي.يو قسم پيشه ور غله،ډاکوان او بدمعاشان دي او بل قسم د قانون ساتونکو په شکل کي د وردۍ والا بدمعاشان دي.په سنده او پنجاب کي د پوليسو لوئي افسران د حکومتي چارواکو د پاره  مخالفين وژني او قانوني شکل ورکوي يعني جعلي پوليس مقابلي کوي او خپل مقصد تر سره کوي.نو چي حکومتي اعلي چارواکي ددغه قاتلانو سرپرستي کوي نو څنګه به بيا هغه د قانون په پنجو کي راشي ؟ځکه چي راو انور غوندي افسر که د زرداري يا بل يو د پي پي پي مشر کور کي ناست وي نوڅوک شته د دغه ځايونو تلاشي به وکي ؟ حکہ چی دغہ افسرانو ډيره موده ددغه ظالمانو سياسي مشرانو نمک خوړلے دے دهغه حلالول هم جروري دي. بله کبره دا چي که د ضيائ الحق،مرتضي بهټو،بينظيربهټو،لياقت علي خان،فضل حق وغيره قاتلان نيول شوي وي نو د نقيب الله محسود قاتل به هم ګرفتار شي.او دا ځکه نه شي کيدے چي ددغه قتلونو په شا د اعلي چارواکو لاسونه دي.  

No comments