Breaking News

خو اصل کښې د امن طلبګار دے زما قام





قبائيلي زلمو ته ډالۍ!
(اشنا باجوړے)
په  ننګ  او  په  غېړت  تلے  په  لار دے زما قام
د   پت  په  ولولو  باندې  سر  شار  دے  زما  قام

د  تورې  شپې  خېمې  په  ټوليدو  دي  رخصتيږي
د    نوي   سباؤن    په    انتظار   دے   زما   قام
نفرت تۀ ئې  ورکړي  دي   غاښ   ماتي  جوابونه
په   مينه   هم   پوهيږي   وفادار    دے   زما قام
څۀ علم څۀ هنر څۀ به دريافت څه به  ايجاد   کړي
الحمد الله   اوس   خو   ښۀ  د  کار  دے  زما  قام
منم   چې  پرې  نامه  د   دهشت  ګرد  چا  لګولے
خو   اصل  کښې   د  امن  طلبګار   دے  زما  قام
تۀ څه وائي چې ستا نه دې بيخې څۀ تپوس نۀ وي؟
جوړ  ستا په خيال په مړو باندې شمار دے زما قام

زلمي   مي   د   کتاب   قلم   او  علم مسلکيان شو
اشنا   اوس  د   ټوپکو،  نه   بېزار  دے  زما  قام

No comments