غزل
(عرفان سرحدي)
يو څو ښکلي کليمات راټولومه .
محبت مې شو له تا سره جانانه .
ستا په حقله معلومات راټولومه .
ستا په حقله معلومات راټولومه .
د مچۍ غوندې ګلونو پسې ګرځم .
خپل ګبين د پاره شات راټولومه .
خپل ګبين د پاره شات راټولومه .
د محمود غوندې ايمان غواړمه ربه .
چې ټکړې د سومنات راټولومه .
چې ټکړې د سومنات راټولومه .
د ژوندون په اسانتياٶ پسې ګرځم .
د هر کوره مشکلات راټولومه .
د هر کوره مشکلات راټولومه .
ته چې وايې پښتا نه سره را يو کړه .
زه به څه رنګې تورات راټولومه .
زه به څه رنګې تورات راټولومه .
ويل ناچار يم هم دلسو لوڼو پلار يم .
زه به خود سقات او زکات راټولومه .
زه به خود سقات او زکات راټولومه .
سرحدي چې ستا په عشق کښې غزل ليکم .
زه به کوم ځائ نه لغات راټولومه .
زه به کوم ځائ نه لغات راټولومه .
No comments