د لیونی فلسفی شاعر غنی خان خداۓ
غني خان
پہ شکریہ: امجد علی
ته د نور سمندرونه
زه د خاوری یو ذره
دا زما او ستا به څنګه
شي دوستي او یارانه
توره شپه کې تش صحرا کی
زه جانان جانان کومه
نه دلبر نه یې خبر شته
نه قدم نه نشانه
ډېر پیران مې ټنګولې
مذهبونه لټولې
چېرته ټکې رڼا نشته
بس قيصو پسې قيصه ده
موټې خاورې نه جوړ شوی
موټې خاورې به جوړېږم
زه دې ولې جوړولم؟
څه حاجت وو د دې ساه؟
یا مې سم د زړګي یار کړه
زه به ځان درنه قربان کړم
یا دې ټکې تش ژوندون له
دې بل خر ولټوه....
واہ غنی بابا
ReplyDelete