د صابر شاہ صاؔبر یو خکلے غزل
// غزل //
صابرشاه صابر
دا زمونږ زړونه وو , نيم نيم ښائيست , د ګلو يوړل
او هغه پاتې چې " راپاتې " وو نو "ښکلو " يوړل
او هغه پاتې چې " راپاتې " وو نو "ښکلو " يوړل
دا ځنې ځنې , مې نۀ خپل کړل , نۀ ئې اوپېژندم
دا ځنې ځنې , مې کۀ هر څومره , په ؤلو يوړل
دا ځنې ځنې , مې کۀ هر څومره , په ؤلو يوړل
واورې به ويلې شي , مرغۍ به جالې جوړې کړي خو
زما د برخې د جونګړې ډکي " خپلو " يوړل
زما د برخې د جونګړې ډکي " خپلو " يوړل
دا به توهين د محبت وو , ګنې يه محبوبې !
ما سره ډېر څۀ وو , ډېر څۀ مې د وئيلو يوړل
ما سره ډېر څۀ وو , ډېر څۀ مې د وئيلو يوړل
بس د ښائيست دے کوه کاف کښې مو اؤږې ستړې شوې
بس دے نازونه مو , ډېر ډېر د نازؤلو يوړل
بس دے نازونه مو , ډېر ډېر د نازؤلو يوړل
لاړۀ , مرادونه , اميدونه , حسرتونه , مو ټول
په سرو منګلو , د لغمان د غېږ بلبلو , يوړل
په سرو منګلو , د لغمان د غېږ بلبلو , يوړل
ستا د بيلتون د غم بارونه , غرونه غرونه
کۀ په اوړلو شي نو مونږه په " اوړلو " يوړل
کۀ په اوړلو شي نو مونږه په " اوړلو " يوړل
ستا د صابر د محبت" تاج محل " ځکه سپور دے
ټول ښآئيستونه ترې د دی خاورې " ښاغلو " يوړل
29 دسمبر 2016
ټول ښآئيستونه ترې د دی خاورې " ښاغلو " يوړل
29 دسمبر 2016
No comments