راځئ کنه چې لږ دعقيدو نه رابهر شو
(نظم: اکبرهوتي)
راځئ کنه چې لږ د عقيدو نه رابهر شو
راځئ چې لږ د ذات له دائرو نه رابهر شو
راځئ چې د دې خپلو کوټګو نه رابهر شو
راځئ چې د شېطان د وسوسو نه رابهر شو
راځئ چې يو مرکز يوه حجره او يو ټبر شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ کنه چې لږ د عقيدو نه رابهر شو
راځئ چې لږ د ذات له دائرو نه رابهر شو
راځئ چې د دې خپلو کوټګو نه رابهر شو
راځئ چې د شېطان د وسوسو نه رابهر شو
راځئ چې يو مرکز يوه حجره او يو ټبر شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ چې د چترال او د بولان خبرې وکړو
راځئ کنه چې نن د درست افغان خبرې وکړو
راځئ چې نن د هر مظلوم انسان خبرې وکړو
راځئ چې د خپل ځان د خپل جانان خبرې وکړو
راځئ چې يو زړګے شو يو ځيګر او يو نظر شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ کنه چې نن د درست افغان خبرې وکړو
راځئ چې نن د هر مظلوم انسان خبرې وکړو
راځئ چې د خپل ځان د خپل جانان خبرې وکړو
راځئ چې يو زړګے شو يو ځيګر او يو نظر شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ کنه چې لاړ شو هر يو کور او هر يو در ته
راځئ کنه چې لاړ شو تاترې او لوړ خېبر ته
راځئ کنه چې لاړ شو ګلستان او اشنغر ته
راځئ کنه چې لاړ شو هرې سمې هر يو غر ته
راځئ چې يو اواز او يو قدم په يو سفر شو
راځئ کنه مګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ کنه چې لاړ شو تاترې او لوړ خېبر ته
راځئ کنه چې لاړ شو ګلستان او اشنغر ته
راځئ کنه چې لاړ شو هرې سمې هر يو غر ته
راځئ چې يو اواز او يو قدم په يو سفر شو
راځئ کنه مګرو چې جرګه په پېښور شو
راځئ کنه چې وروک کړو دا نفرت او دا جنګونه
راځئ کنه چې وروک کړو دا بمونه دا ټېنکونه
راځئ کنه چې ووېشو بېسياره الفتونه
راځئ کنه اکبره چې اباد کړو کنډر زړونه
راځئ چې په الفت کښې له هر چانه زورور شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
په شکريه: شمس مومند
راځئ کنه چې وروک کړو دا بمونه دا ټېنکونه
راځئ کنه چې ووېشو بېسياره الفتونه
راځئ کنه اکبره چې اباد کړو کنډر زړونه
راځئ چې په الفت کښې له هر چانه زورور شو
راځئ کنه ملګرو چې جرګه په پېښور شو
په شکريه: شمس مومند

No comments