لیبر ډے
(نجيب تنها)
ـــــــــــــــــــــــــــورشه لږ د غوښې کړاهي خو ورته اویه
ځان سره روټۍ هم درې څلور راوړه
بیا لږې اوبه کولر کې واچوه
چوک نه لږه واوره هم راوخله ته
لږه شان لسي هم ورته اویه
بیا دغه وړه کمره جارو کا لږ
دغه پوزکے هم پکې واچوه
بیا لږې اوبه په چولې کیده ته
لږې شانتې پتې پکې واچوه
راشه د روټۍ لوخي راغونډ کړه ته
لږې شانتې چائے مونږ ته راوچوه
پس له دینه کور ته نن په وخت لاړ شه
ګوره چې نن کار ته ګوتې یونسې
نن د مزدورانو ورځ لمانځلی شي


No comments