ستا د شونډو اور مِ دغزل زړه کښ راوړے دے
(رحمت شاه سائل)

ما د ليونے تصوير په خپل زړه کښ راوړے دے
ستا د شونډو اور مِ د غزل زړه کښ راوړے دے

ماله مِ د زړه جونګړه تل رنړا رنړا ساتى
ستا د وريځو خال مِ داسے بل زړه کښ راوړے دے

منم دا به نه وى ستا د شونډو د مسکا په رنګ
تا د زړه د وينو رنګ د ګل زړه کښ راوړے دے

ستا سترګے رښتونے دى خو ستا نه چه واپس شمه
هر ځل مِ د ځان سره يو غل زړه کښ راوړے دے

خدئے خبر چه دغه دار زما په نصيب شته کنه
ما مرئے له ستا د زلفو ول زړه کښ راوړے دے

قتل مے که خير دے خو د مينے د وعدے نه پس
ستا ( سائل ) د ځان سره مقتل زړه کښ راوړے دے

No comments