دادبي چینې کویټی دغونډی روداد
(شکریہ: د ادبی چینی مرستیال ویاند عرفان الٰہی)
د ادبي چینې اونیزه غونډه د کوټي ښار د غوث آباد په سیمه کي د جمعې مبارکې په ورځ نېټه (۲-۲-۲۰۱۸) د ښاغلي سید محمد خوشحال صاحب په ویاندویي او د نصیر احمد احمدي په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې د صدارت چارې ښاغلي محمد صابر رښتین صاحب ته سپارل شوي وې. ورسره دروند مېلمه ښاغلی حیران ملنګ صاحب وو. د غونډې په اوله برخه کي محمد عرفان د تجنیس د یو بل ډول [مرکب تجنیس] په اړه لیکچر ورکړ. ښاغلي وویل چي: که متجانسې کلمې په بڼه، حرکت، د تورو په شمېر او وزن کي یو شان وي خو یوه یې مرکبه او بله یې بسیطه وي، مرکب تجنیس بلل کیږي. په دوه ډوله ده:
۱: متشابه مرکب تجنیس: که متجانسي کلمې یو له بل سره په لیک او تلفظ کي فرق ونه لري، متشابه مرکب تجنیس بلل کیږي. لکه:
په یوه نظر چي وکړي ساقي [ما ته] هغه دم مي صد صاله توبه شي [ماته]
په پورته بیت کي لومړی ما ته په ترکیبي بڼه راغلی دئ او دوهم ماته یوه بسیطه کلمه ده.
په یوه نظر چي وکړي ساقي [ما ته] هغه دم مي صد صاله توبه شي [ماته]
په پورته بیت کي لومړی ما ته په ترکیبي بڼه راغلی دئ او دوهم ماته یوه بسیطه کلمه ده.
۲: مفروق مرکب تجنیس: که په متجانسو کلمو کي مرکبه کلمه په لیک کي له بسیطي کلمې سره توپیر ولري، لکه:
چي په سترګو څراغ وویني [پتنګ] څو ونه مري له ژوندونه وي [په تنګ]
۳: مرفو مرکب تجنیس: که په متجانسو کلمو کي د یوه په سر کي دوه یا درې توري زیات راغلي وي، مرفو مرکب تجنیس بلل کیږي. لکه:
چي په سترګو څراغ وویني [پتنګ] څو ونه مري له ژوندونه وي [په تنګ]
۳: مرفو مرکب تجنیس: که په متجانسو کلمو کي د یوه په سر کي دوه یا درې توري زیات راغلي وي، مرفو مرکب تجنیس بلل کیږي. لکه:
سر زما سرکوزي نه مني د [تاج] کنه تاج زما و سر ته دئ [محتاج]
د غونډې په دوهمه برخه کي مشاعره وشوه چي پکي شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندي کړل.
د غونډې مېلمه ښاغلي حیران ملنګ صاحب خپل څو شعرونه ملګرو ته واورول.
د غونډې صدر ښاغلي رښتین صاحب مېلمنو ته ښه راغلاست وویل. ښاغلي بیا وویل چي په نننۍ نړۍ کي د پښتون ملت لپاره ډول ډول سازشونه پلي کیږي. خو الحمدلله په موږ کي ځیني داسي خلک شته چي تل زموږ خواخوږي وي. ښاغلي بیا وویل چي په پښتنو باندې خو اوس د غمونو کمښت نشته. زموږ یو ځوان هم په خپلواکه توګه کوم ځای ته تللای نشي او که ولاړ، نو له منځه یې وړي. بیرته مجرم هم پښتون وي. خدای تعالی دې وکړي چي موږ بیرته یو ځای کړي او د یوه مشر تر رهنمایي لاندې سره ژوند وکړو. موږ به د توپک پر ځای په خپل دماغ او د قلم په زور د غلیم پر ضد مبارزه کوو. ښاغلي زیاته کړه چي په موږ کي ځیني داسي کارونه شته لکه: موږ د سر دپاسه سر نه منو. په بل چا مو یو شی نه لوریږي. له بده مرغه په موږ کي زیاتره داسي خلک دي چي وایي یوازې دي زما وي او د نورو پښتنو دې هیڅ نه وي. ښاغلي په پای کي ځیني اصلاحي لارښوونې وکړې.
د صدر له صدارتي وینا څخه وروسته غونډه پای ته ورسېده.
د صدر له صدارتي وینا څخه وروسته غونډه پای ته ورسېده.
No comments