Breaking News

درده! په بې درده زمانه کښې پېدا شوے ئې






نظم
د محترم رحمت الله درد صاحب سپېڅلي روح ته 
                                                                        ډالۍ
(نُورالاسلام سنګر)

درده!  په   بې   درده  زمانه   کښې  پېدا   شوے   ئې
ښه شوه چې د عِشق په استانه  کښې  ګدا  شوے   ئې
فن   له  دې   سنګار  د  زړه  په مسته وينه کړے دے
ښه   شوه  چې   د  ښکليو  يارانه کښې بُوډا شوے ئې
ښه   شوه   تخَيُل    دې   تغَزُل  له  رنګ  ورکړے دے
ښه   شوه   د    غزل   په مېخانه کښې رسوا شوے ئې
ښه    شوه    چې    د    دهر د فَرېب نه په ارام ئې لږ
ښه   شوه    چې   په  خپله استانه کښې تنها شوے ئې
ښه شوه د خوشحال، رحمان پښتو دې ژوندۍ کړې  ده
ښه   شوه   د   سنګر   په خېلخانه کښې بابا شوے  ئې
۰۴ اپرېل ۲۰۱۶

No comments