سقراط او د کاميابۍ راز
يو ځل يو سړے سقراط له ورغلو او تپوس ي وکړو چي د کاميابۍ راز څه دے ؟ سقراط ورته اويل چي راځه ما سره د نِهر غاړي ته لاړ شه. دواړه د نِهر غاړي ته ورسيدل نو سقراط اويل ، ما سره نهر ته کوز شه.دګسي دواړه نهر ته کوز شول او تر دي چي اوبه د هغوي تر مرۍ پوري راغلي ،نو سقراط ورته اويل چي اودريږه.او بيا سقراط هغه سړے ونيوو او اوبو کي ي ورله غوپه ورکړه.هغه سړي د ځان خلاصولو کوشش کولو خو سقراط په وجود مضبوط وو.سړے ي اوبو کي ډوب نيولے وو چي ساه ي لنډه شوه نو واپس ي راويستو.او سړي نه ي پوښتنه وکړه چي کله ته ډوب وي نو تاته د څه شي ډير ضرورت محسوس شو ؟ هغه سړي اويل چي ما ته د هوا ضرورت ډير محسوسيدو.سقراط ورته اويل چي څومره په شدت سره تاته د هوا ضرورت وو دومره شدت سره تا حاصلول غوښتل.دغسي د کاميابۍ راز هم دادے چي ته څومره په شدت او ټينګتيا سره څه غواړي دومره به تاته ملاويږي.يعني چي څومره شدت او شوق سره ته کوشش کوي دومره به تاته خپل مقصد او کاميابي ملاويږي.ځکه چي کم خواهش او کم شوق سره ته هغه څيز نه شي حاصلولے دي دپاره به پوره شوق،جذبه او په حاصلولو کي شدت ضروري وي.ځکه چي د کاميابۍ راز شديده تمنا او غوښتنه کي دے.که په لاره کي هر څومره ناکامۍ او مشکلات راځي خو خپل مقصد او هدف به نه پريدي.
No comments