،غزل ،، صاحب شاه صابر
غزلصاحب شاه صابر
نور زما په ژوند کي څه دي د زړو ورځو یادونه
شوګیرو وهلي سترګي ستړي ستړي ارمانونه
شوګیرو وهلي سترګي ستړي ستړي ارمانونه
ما به خوږ زخم کي پټ کړل مابه سور پرهر کي ونغښت
ویني ویني ارمانونه څړیکي څړیکي حسرتونه
ویني ویني ارمانونه څړیکي څړیکي حسرتونه
خدایه د لا څنګه ژوند دے ما خو کله کله وژنې
د ساقي ګلابي سترګي انګوري سره شرابونه
د ساقي ګلابي سترګي انګوري سره شرابونه
محبت او عقل دواړه چي لیدلي لیوني دي
د باګرام په مازیګر کي د باګرام سکني سیلونه
د باګرام په مازیګر کي د باګرام سکني سیلونه
د جنت د حورو خیاله سترګي وغړوه ګوره
په دي غرونو کي پیښږي قامتونه قیامتونه
په دي غرونو کي پیښږي قامتونه قیامتونه
دلته دومره اوبه نه شته چي څوک وکري ګلونه
دلته غرونه غرونه واوري دلته واوري واوري غرونه
دلته غرونه غرونه واوري دلته واوري واوري غرونه
یره ژوند دي خو څه ژوند دي چي تیریګي څه تیریګي
بي نشي مازیګري دي بي دیدنه ماښامونه
بي نشي مازیګري دي بي دیدنه ماښامونه
د صابر ده زړه په کور کي ما لیدلي دي ګواه یم
د زخمونو دفترونه د دردونو کتابونه
په شکريه: زبير احمد اداس
د زخمونو دفترونه د دردونو کتابونه
په شکريه: زبير احمد اداس
No comments