د امن ټهیکــــــــداره تۀ خفه او زۀ خوشحاله."
د ډیوس قاتلان مي پۀ تحفـــه کښي درله درکړل.
د خویندو عصمتونه مے سوره کښي درله درکړل.
د خویندو عصمتونه مے سوره کښي درله درکړل.
د امن پۀ هیواد مي ستا بارود خاوري باران کړل.
ستا جنګ کښي مي پنځوس زره سرونه شهیدان کړل.
ستا جنګ کښي مي پنځوس زره سرونه شهیدان کړل.
رسد له مي لار درکړله اډي مي درله درکړے.
ټوپک چي ورته اولګے اوګي مي درله درکړے.
ټوپک چي ورته اولګے اوګي مي درله درکړے.
روډونه د شـــــــــرابو او بارودو ګزرګاه له.
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشحــــاله."
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشحــــاله."
دا خپل اسلام آباد مي درله ِمنی پینټګان کړو.
اے ستا د ځوانۍ زور له مي خپل کلے کلے وران کړو.
اے ستا د ځوانۍ زور له مي خپل کلے کلے وران کړو.
اے لس زره فوځیان مي ستا د حسن صدقه کړل.
د " تورو اوبو" خلق مي پۀ پاک وطن دیره کړل.
د " تورو اوبو" خلق مي پۀ پاک وطن دیره کړل.
مهمند مي درنه زار وزیرستان مي درنه زار کړو.
اے سوات مي درنه ځار دیر او مردان مي درنه ځار کړو.
اے سوات مي درنه ځار دیر او مردان مي درنه ځار کړو.
د ټول وطن پۀ وینو مي خړوب کړي درمساله.
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشــــــــــحاله."
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشــــــــــحاله."
اے ستا خوشحالولو له نصاب مي خپل بدل کړو.
قران مي ترینه اوویستو کتاب مي خپل بدل کړو.
قران مي ترینه اوویستو کتاب مي خپل بدل کړو.
جهاد مي یو کنځل کړل فحاشی مي پکښي ځے کړه.
کشمیر مي تري غایب کړو عیاشی مي پکښي ځے کړه.
کشمیر مي تري غایب کړو عیاشی مي پکښي ځے کړه.
ټیپو مي تري بهر کړو او زنګی مي تري بهر کړو.
قاسم او ابدالی او ایوبی مـــــــــي تري بهر کړو.
قاسم او ابدالی او ایوبی مـــــــــي تري بهر کړو.
شیکسپیر مي د خپلو ماشومانو رول ماډل کړو.
خپل رسم خپل لباس او نام و ننګ مي هم بدل کړو.
خپل رسم خپل لباس او نام و ننګ مي هم بدل کړو.
د صبر انتها وی بس دے خپــــــله کډه واله.
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشحالـــــه."
"د امن ټهیکداره تۀ خفه او زۀ خوشحالـــــه."

No comments