نوے کال ، ، ، ماښام خټک
دا نظم ما د کال ۲۰۱۱ په ختمېدو لیکلے وو او تاسو سره مې شریک کړے هم وو - ما د کال ۲۰۱۳ په تېرېدلو نوے نظم لیکل غوښتل خو نوی راسره څه نه وو خبره زړه په زړه وه نو هم هغه نظم دستاسو سره شریکووم - مننه- ماښام خټک
د نړۍ لویو ښارونو کښې خندا ده
رڼا ګانې د اسمان په لوری خېژی
ستوری تت شول سپوږمۍ تور نقاب تړلے
د جهان قامونه تګ ته ملې تړلی
د سیالۍ د زغل په کرښه ښه ډاډه دی
دوۍ په روستو د کتلو عادی نه دی
تګ که وی نو بس یو تګ دے پرمخ تګ دے
ځکه هر کالې د بل کال نه ورتېر وی
د کالونو په حساب که څوک پوهېږی
د عمرونو په نصاب که څوک چلیږی
دغه خلق دی کره دی هم پوره دی
حق لری چې جشن اوکړی ګډا اوکړی
هو ! رښتیا دی حقیقت منل پکار دی
د نړۍ د دې قامونو کال بدل دے
د نړۍ د دې قامونو حال بدل دے
زه منمه چې په ما هم کال بدل دے
خو زما د قام والله که حال بدل دے
ستوری تت شول سپوږمۍ تور نقاب تړلے
د جهان قامونه تګ ته ملې تړلی
د سیالۍ د زغل په کرښه ښه ډاډه دی
دوۍ په روستو د کتلو عادی نه دی
تګ که وی نو بس یو تګ دے پرمخ تګ دے
ځکه هر کالې د بل کال نه ورتېر وی
د کالونو په حساب که څوک پوهېږی
د عمرونو په نصاب که څوک چلیږی
دغه خلق دی کره دی هم پوره دی
حق لری چې جشن اوکړی ګډا اوکړی
هو ! رښتیا دی حقیقت منل پکار دی
د نړۍ د دې قامونو کال بدل دے
د نړۍ د دې قامونو حال بدل دے
زه منمه چې په ما هم کال بدل دے
خو زما د قام والله که حال بدل دے

No comments