زما ملا د رڼاګانو د ډېؤو منادي
زما ملا
!!سيد صابرشاه صابر
زما ملا زما د دين د مدرسې محافظ
او ستا ساقي ستا د نشې , د ميکدې محافظ
او ستا ساقي ستا د نشې , د ميکدې محافظ
زما ملا دے د مهراب او مصلې محافظ
او ستا ساقي دے د بربنډې محبوبې محافظ
او ستا ساقي دے د بربنډې محبوبې محافظ
زما ملا دے د جماعت او د صحفې محافظ
او ستا ساقي دے مېخانه کښې د چکلې محاظ
زما ملا زما د " پاک نيکۀ ص" د دين امين دے
او ستا ساقي د بغض , حسد او کينې محافظ
او ستا ساقي دے مېخانه کښې د چکلې محاظ
زما ملا زما د " پاک نيکۀ ص" د دين امين دے
او ستا ساقي د بغض , حسد او کينې محافظ
زما ملا د رڼاګانو د ډېؤو منادي ,,,
او ستا ساقي په شپو مئين دے د تېرې محافظ
او ستا ساقي په شپو مئين دے د تېرې محافظ
زما ملا زما د " ښې بدې" ښائيست د کلي
او ستا ساقي د " سخا ټرې" په خم کښې ورک سړے دے
زما ملا زما " جرګې" او " جنازې" درنوي
او ستا ساقي د يو محدوده ماحول سپک سړے دے
او ستا ساقي د " سخا ټرې" په خم کښې ورک سړے دے
زما ملا زما " جرګې" او " جنازې" درنوي
او ستا ساقي د يو محدوده ماحول سپک سړے دے
زما ملا زما بچي کړل حافظان د قران
او ستا ساقي خو ستا نه شتۀ کليمه هېره کړله
تۀ خپل ساقي زۀ خپل ملا ستايمه ګورو به چې
چا د رڼا د مينې بر او برخه ډېره کړله
او ستا ساقي خو ستا نه شتۀ کليمه هېره کړله
تۀ خپل ساقي زۀ خپل ملا ستايمه ګورو به چې
چا د رڼا د مينې بر او برخه ډېره کړله
زما شاعره , روښان فکره " تۀ تېرو کښې ډوب يې
رو رو خوېږې , نۀ پوهېږې , چونګ اوبو کښې ډوب يې
رو رو خوېږې , نۀ پوهېږې , چونګ اوبو کښې ډوب يې
No comments