Breaking News

اے نو ګنې زۀ ستا بچے نۀ یمه وطنه ؟





ځه!   تۀ    راته   اوایه   ستا   څه    یمه    وطنه
اے نو ګنې   زۀ    ستا   بچے    نۀ   یمه    وطنه
ستا   د   دې دنګو دنګو غرونو د عظمت په خاطر
وطنه   ستا  د   سرلوړۍ   ستا   د  غزت په خاطر
زۀ د خپل مال او د خپل سره ګنې  تېر   نۀ   شومه
د خپل بچی او خپل   ټبره   ګنې   تېر   نۀ   شومه
ما   د   ارمان   د  مور او خور هم قربانی ورکړله
ما   د   خپل کار  او د خپل کور هم قربانی ورکړله
زۀ   ستا   د  پاره  د   خودکشو حادثو نه تېر شوم
زۀ ستا دپاره د مرګونی   وروځو شپو نه تېر شوم
ما   مې   د   خپلو   اخترونو    جنازې     اولیدې
ما په سپرلی   کښې   سوزیدلې    ګلدرې   اولیدې
ما   په   ګولو   انسان په وینو کښې لت پت اولیدو
ما   د   نفرت   په   تیغ   حلال   انسانیت   اولیدو
ما خو له  تا  سره  د   خپلې   مینې    پت   پاللے
ما   خو   له   تاسره   ټول   عمر    محبت  پاللے
زۀ ستا دپاره تر   کشمیره    او   تر    هنده   لاړم
ستا   ازادۍ   له   تر   هر  غره او هر سینده لاړم
ما   پیرنګے   دلته   په ژوند باندې  ستومانه کړلو
ستا   تر   سینې   مې   په   راتللو    پښېمانه کړلو
ستا د بنګال په تللو هم خدائګو په زړۀ سورے شوم
زۀ په ګولۍ د نیم  وجود   د  بېلتانۀ   سورے   شوم
زۀ ستا په هر جنګ کښې په سمه او په غر ولاړ یم
له   هر  چا مخکښې زۀ دښمن ته په سنګر ولاړ یم
زۀ   خو  دې   ځان  ګڼمه زۀ خو دې خپل کور ګڼمه
ستا   خړه   خاؤره  به   تر   مرګه غېږ د مور ګڼمه
خو!
وطنه    ستا   د    هر   قاضی   د   هر حاکم روئیه
داسې راښائی لکه زۀ چې  دې   پردے   بچے   یم
خاورې   په    خولۀ   خو   دا یوه ګیله کووم وطنه
ما ته   ښکاریږی   جوړې  زۀ دې مېرنے بچے یم

No comments