د خداے بخلی ریاض تسنیم پہ مڑینہ د شاکراورکزی تاثرات
د خداے بخلی ریاض تسنیم پہ مڑینہ د شاکراورکزی تاثرات
سړے چې مړ شي کور پرې وران شي
په ځينې خلکو باندې وران شي وطنونه
په ځينې خلکو باندې وران شي وطنونه
د پښتو د جديد غزل سرخېل ښاغلے رياض تسنيم نن زمونږ نه جدا شو. زۀ به په دې حواله خپل ځان بدنصيب وګڼم چې ورسره مې نزدې تعلق نۀ وو. په اول او اخر ځل مې په دوه زره يوولسم کښې په پېښور کښې د پښتو عالمي کانګرېس کښې په سټېج د غزل اورولو په موقع ليدلے ؤ. پښتنو ته چې فېس بک په لاسو راغلو نو لروبر پښتانۀ يې سره رانزدې کړل خصوصاً د قلم قبيلې خاوندان يې سره معارفي کړل او په اسانه د يو بل افکارو نه مستفيض شول خو زۀ به په دې حواله هم ځان بد نصيب وګڼم چې په شرو شرو کښې ورسره ملګرے وم خو وروسته يې رانه خپل ځان پناه کړے ؤ. څو ورځې مخکښې مې قېصر صېب ته فون وکړو او د تسنيم صېب د صحت تپوس مې ترې وکړو خو د هغوي د خبرو نه معلومېده چې دا د خوږې لب و لهجې شاعر د لږو ورځو مېلمه دے. او نن مې د قېصر صېب پوسټ وليدو چې دا شرنګېدلے شاعر زمونږ نه په جسماني توګه همېشه دپاره جدا شو خو هغه به د خپل شېرين غزل په بنياد تل د پښتنو په زړونو کښې ژوندے وي. زۀ په دې ځان خوش نصيب ګڼم چې د ښاغلي تسنيم کلام نه مې تل خوند اخستے دے او تل مې په پوره انهماک سره لوستلے دے.
مرګ حق دے څوک هم پاتې کيدونکي نشته. مونږ ټول به يوه ورځ د مرګ دا ترخه پياله څښو. د دعا نه علاوه نور هېڅ هم اوس ښاغلي تسنيم ته فايده نۀ ورکوي. الله تعالي دې ورته جنت الفردوس نصيب کړي. او د کور ټولو وګړو سره سره ټولو غمجنو پښتنو ته د صبر جميل دعا کوو.

No comments