د نومیالی شاعر صابر شاہ صابر خوندور نعتیہ کلام
د نومیالی شاعر صابر شاہ صاؔبر خوندور نعتیہ کلام
عيزت د دؤ جهانو او وقار د دؤ جهانو
سردار د دؤ جهانو يې سالار د دؤ جهانو
دا دواړه جهانونه ستا په مخ باندې پيدا دي
هم تۀ " حسن بوستان " يې او بهار د دؤ جهانو
سردار د دؤ جهانو يې سالار د دؤ جهانو
دا دواړه جهانونه ستا په مخ باندې پيدا دي
هم تۀ " حسن بوستان " يې او بهار د دؤ جهانو
هم تۀ وې چې صحرا ته دے ښکلا د مينې راوړه
هم تۀ وې چې سلګو له دے خندا د مينې راوړه
هم تۀ وې , ګنې دلته خو هر خوا تېرې تېرې وې
هم تۀ وې , چې دنيا ته دے " رڼا" د " مينې " راوړه
هم تۀ وې چې سلګو له دے خندا د مينې راوړه
هم تۀ وې , ګنې دلته خو هر خوا تېرې تېرې وې
هم تۀ وې , چې دنيا ته دے " رڼا" د " مينې " راوړه
رڼا به د وهمونو د جنجاله خالي نۀ وه
حياء به د تومت د پشکاله خالي نۀ وه
سلګۍ به د اورونو د سفر په غېږ کښې مړې شوې
جوټه به د " ستم " د ټاله ټاله خالي نۀ وه
حياء به د تومت د پشکاله خالي نۀ وه
سلګۍ به د اورونو د سفر په غېږ کښې مړې شوې
جوټه به د " ستم " د ټاله ټاله خالي نۀ وه
د ظلم, د وحشت , بربريت , په اس سورلي وه
په ګوټ ګوټ د مکې د سپورو کاڼو بندګي وه
نو دا يو ابوجهل بد نصيب وۀ چې بدنام شو
نو دلته ګنې لېشت لېشت کښې د " جهل "باچاهي وه
نو دا يو ابوجهل بد نصيب وۀ چې بدنام شو
نو دلته ګنې لېشت لېشت کښې د " جهل "باچاهي وه
سرداره او سالاره د دی دواړو جهانونو
چې تۀ راغلې نو مړې اتشکدې شوې د ظلمونو
چې تۀ راغلې نو مړې اتشکدې شوې د ظلمونو

No comments