دسيد صابرشاه صاؔبریو خوندور غزل
غزل
!!! سيد صابرشاه صابر
!!! سيد صابرشاه صابر
باڼۀ د سترګو , او زړګي , او د ګلونو پاڼې
خورؤ تاته د رنګ رنګ محبتونو پاڼې
خورؤ تاته د رنګ رنګ محبتونو پاڼې
د کرښې کرښې نه يې يره يره يره څاڅي
ما دي لوستلې د د ی ښار د دی مخونو پاڼې
ما دي لوستلې د د ی ښار د دی مخونو پاڼې
ستا غم کړي کم راله چې شپه شي په سينه يې کېږدم
ستا د " پېرزو " د وخت د اوچو ګلابونو پاڼې
ستا د " پېرزو " د وخت د اوچو ګلابونو پاڼې
ما پکښې لفظ هم د معراج د مينې اونۀ ليدو
څومره دي تورې د دی خلقو د نيتونو پاڼې
څومره دي تورې د دی خلقو د نيتونو پاڼې
د جهالت تورې ټوپکې مې ټوټې ټوټې کړې
کور کښې مې کيښوې د رڼا د کتابونو پاڼې
کور کښې مې کيښوې د رڼا د کتابونو پاڼې
زمونږ د ژوند د کتاب مخ مخ محبت نه ډک دے
هغه دي نور چې ډکوي د نفرتونو پاڼې
هغه دي نور چې ډکوي د نفرتونو پاڼې
مونږ به سوزېږو ښاد به نۀ شو دی نه پس صابره
مونږ سوزولې دي د خپلو تاريخونو پاڼې
مونږ سوزولې دي د خپلو تاريخونو پاڼې

No comments