غزل، خالد اورکزیٔ
غزل
خالد اورکزیٔ
دا پۀ مخ کښې چې د زمکې کوم سرخي دي
زما شــک دے چې دا هر څۀ مـــصـنوعي دي
زما شــک دے چې دا هر څۀ مـــصـنوعي دي
د زړګي وجــود ئې ټـول راتـــه ســورے کړو
سـتا د ذهــن پــۀ لاسـونــو کښې ازغـــي دي
سـتا د ذهــن پــۀ لاسـونــو کښې ازغـــي دي
نـــن بۀ بــیا تــمامــه شـپه ديــــوداس ګورم
نـــن ئې بـیا راپــــسې کـــړي اســویــلـي دي
نـــن ئې بـیا راپــــسې کـــړي اســویــلـي دي
خـــداے د پــاره بس تــرخــې خــبرې پریږده
د مـــرۍ واړه اړخــــونـــه مــي زخــــمي دي
د مـــرۍ واړه اړخــــونـــه مــي زخــــمي دي
بــیا مې خــیر لـکــه د روح نـشته خـــاؔلــــده
اچـــولــي ئې چــې ســترګـــو تـه بـنـګړي دی

No comments