د خاغلی امجد شہزاد تازه غزل
غزل
ځکه دَ تورو شپو بندي يم سحر نۀ لرمه
کوټه کښې شته خو چې په ذهن کښې ور نۀ لرمه
/
ما ته قيصې دَ عرب يادې دَ زرګونو کالو
خو په مېوند کښې دَ ملالې خبر نۀ لرمه
/
په خپلو پښو کښې او په لاسو کښې زنځير نۀ وينم
سترګې مې شته خدائے خبر ولې نظر نۀ لرمه
/
دَ زړۀ په کور کښې دَ شعور شمع روښانه ساتم
افتاب په لاس کښې په تندي مې قمر نۀ لرمه
/
زۀ دَ خپل فکر دَ ايقان په سر ډاډه ګرځمه
زۀ دَ شېخانو لۀ خنجره خطر نۀ لرمه
/
مکتب مې وران دے کتابونه سوزېدلي پراتۀ
يعني چې زۀ دَ خيال الوت له وزر نۀ لرمه
/
دَ ښکلو ډلې درپسې امجؔده ګرځي ولې
نو تا خو وے دَ عاشقۍ څۀ هنر نۀ لرمه

No comments