پردي زړونه ساتل ډېره مشکله ده روکيه
غزل
(اقبال مومند)
پردي زړونه ساتل ډېره مشکله ده روکيه خپل ځان خاورې کول ډېره مشکله ده روکيه
پښتون پښتون کېدل ډېره مشکله ده روکيه
د خپل سر نه دانګل ډېره مشکله ده روکيه
انسان لويه خبره ده زمونږه په مسلک کښې
مېږ؎ ازارول ډېره مشکله ده روکيه
ددې سړي په شا باندې بلها ياران ولاړ دي
ددې سړي وهل ډېره مشکله ده روکيه
بمونه که څوک اخلي نو چوکونو کښې خرڅېږي
ګلونه خرڅول ډېره مشکله ده روکيه
زمونږ د قافلې ملګري ډېر وو خو رانغلل
په اور کښې اودرېدل ډېره مشکله ده روکيه
که تګ د موسمونو سره سم کولې نه شې
دې ښار کښې اوسېدل ډېره مشکله ده روکيه
چې جنګ له ځو په خله ډېره اسانه ده اقباله
خو جنګ پسې وتل ډېره مشکله ده روکيه
No comments