پېښور يمه !
(غزل نما نظم : سحر کتوزے)
ودې پېژندمه کۀ نا ؟ ګرانه پېښور یمه
ستا په وینو رنګ یمه افغانه پېښور یمه
نشته څوک راټول چې مې ګرېوان کړي لږ یې وګنډی
هر څوک مې رانیسی له ګرېوانه پېښور یمه
یه کابله ستا الوانی مخ ته هم کتے نۀ شم
خپله هم ویرېږمه له ځانه پېښور یمه
زۀ خو ځنګل نۀ یم چې وې یو پکښې خوراک د بل
اے د مهذب دور انسانه پېښور یمه
غر غوندې بدن مې په چاؤدنو چاؤدے چاؤدے دے
جرم راته وښایه دورانه پېښور یمه
زۀ واشنګټن نۀ یم چې په ټک به بدل اخلمه
زۀ خو بې اسرې او بې زبانه پېښور یمه
ورشه فلسطین ته جهاد وکړه جنت وګټه
څۀ غواړې له ما نه مسلمانه پېښور یمه
بل به مې سېزی پښتونه تۀ مې سوزوې ولې؟
تۀ زما ، زۀ ستا یمه نادانه پېښور یمه
ولې مې پردے ګڼې او ولې مې تېرے ګڼې؟
ستا یوه حصه یم پاکستانه پېښور یمه
زۀ یم د اسلام او د پښتو د امتزاج وطن
ولې خدائے په ما کړئ بدګمانه پېښور یمه
زۀ د پښتنو د مثالی تاریخ امین یمه
نۀ یمه بې نومه بې نشانه پېښور یمه
تا د ګور په شان ګڼلم نن په ریښتیا ګور یمه
راشه تماشې له مې رحمانه پېښور یمه
ورشه کړه راجمع پښتانۀ په ننګ او پت زم!
یه شاعره یه سحره ځوانه پېښور یمه

No comments