تیراوال وادۀ (نظم)
(مسعود آفردے)
ناڅاپي ډنګ او ډنګا شوه
زما فکر شولو غرۀ ته
زما فکر شولو غرۀ ته
هغې خړې ژۍ پۀ وېخ کښې
ستره ورا شوه راڅرګنده
آ دَ جونو قطارونه
څۀ خو رنګ پۀ رنګ نغمې وې
دَ چېتر پاګړ بادونه
دَ مندتو سپین ګلونه
دَ یؤ څو جونو نه پورته
هوا راغله لوپټې کړې
دا وادۀ دَ کوم زلمي دے
دغه ورا پۀ کوم لور درومي
دا دَ سرو جامو پېغلوکې
دغه لنډ پیچک پۀ ټنډه
دَ ځوانۍ پۀ نشه مسته
څومره خوند یې راپېدا کړو
څۀ پۀ درَچه خو ګډیږي
اے زما وړوکیه وروره
دا پېغلوکې دَ کوم کور ده
دا دَ کومې مورې لور ده
څۀ دَ پنجو پۀ سر تلۀ کړي
ګېرچاپېر خو تاوېدۀ کړي
یؤ سړي پړے پۀ لاس کښې
دَ کچر ټینګ دے نیولے
دے لمڅے بړستن دَ پاسه
پۀ دې ناوې بۀ سوریږي
دَ هر کور نه دَ ټوپکو
ورته ګڼې ډزې کیږي
هغې ناوې دَ کور خلقو
ورته دوه شرطه نیولي
هغه پورې غرۀ کښې نښه
خامخا بۀ هغه ولئ
دَ ماما لونګي ترې غواړي
دَ سحر مانځۀ نه پس هم
هره ناوې سینګاریږي
اوربلي جامې جوړه ئې
او دَ سوب ښکلے څادر ئې
چې دَ ناوو پسول څۀ وي
یوه اوګۍ ئې وي پۀ غاړه
سور چارګل پۀ پوزه سور ئې
څۀ ګجرې او باووګان ئې
دواړو لېچو کښې شرنګیږي
وو دَ سرو ځونډو پېیوے
وروستو ملا پورې ئې ځانګي
دَ مزرو ئې څپلۍ وې
تینګې دواړه ئې پۀ ښپو وې
یؤ دستور خو دَ هندوانو
پخوانے ئې دے خپل کړے
آ دَ سر پرې پۀ منځ کښې
سرۀ سندور پۀ سترګو ښکاري
څۀ سپرلے سپرلے ماحول دے
دَ لونګو څۀ وږمې دي
خوشحالۍ کښې ژړا نۀ وي
دَ ټول کور ښځې ئې ژاړي
هغه ناوې پۀ سلګو ده
دَ پلار کور ترې پاتې کیږي
نن مسعود چې فکر یوړو
خپل وادۀ ئې را پۀ زړۀ شو
ستره ورا شوه راڅرګنده
آ دَ جونو قطارونه
څۀ خو رنګ پۀ رنګ نغمې وې
دَ چېتر پاګړ بادونه
دَ مندتو سپین ګلونه
دَ یؤ څو جونو نه پورته
هوا راغله لوپټې کړې
دا وادۀ دَ کوم زلمي دے
دغه ورا پۀ کوم لور درومي
دا دَ سرو جامو پېغلوکې
دغه لنډ پیچک پۀ ټنډه
دَ ځوانۍ پۀ نشه مسته
څومره خوند یې راپېدا کړو
څۀ پۀ درَچه خو ګډیږي
اے زما وړوکیه وروره
دا پېغلوکې دَ کوم کور ده
دا دَ کومې مورې لور ده
څۀ دَ پنجو پۀ سر تلۀ کړي
ګېرچاپېر خو تاوېدۀ کړي
یؤ سړي پړے پۀ لاس کښې
دَ کچر ټینګ دے نیولے
دے لمڅے بړستن دَ پاسه
پۀ دې ناوې بۀ سوریږي
دَ هر کور نه دَ ټوپکو
ورته ګڼې ډزې کیږي
هغې ناوې دَ کور خلقو
ورته دوه شرطه نیولي
هغه پورې غرۀ کښې نښه
خامخا بۀ هغه ولئ
دَ ماما لونګي ترې غواړي
دَ سحر مانځۀ نه پس هم
هره ناوې سینګاریږي
اوربلي جامې جوړه ئې
او دَ سوب ښکلے څادر ئې
چې دَ ناوو پسول څۀ وي
یوه اوګۍ ئې وي پۀ غاړه
سور چارګل پۀ پوزه سور ئې
څۀ ګجرې او باووګان ئې
دواړو لېچو کښې شرنګیږي
وو دَ سرو ځونډو پېیوے
وروستو ملا پورې ئې ځانګي
دَ مزرو ئې څپلۍ وې
تینګې دواړه ئې پۀ ښپو وې
یؤ دستور خو دَ هندوانو
پخوانے ئې دے خپل کړے
آ دَ سر پرې پۀ منځ کښې
سرۀ سندور پۀ سترګو ښکاري
څۀ سپرلے سپرلے ماحول دے
دَ لونګو څۀ وږمې دي
خوشحالۍ کښې ژړا نۀ وي
دَ ټول کور ښځې ئې ژاړي
هغه ناوې پۀ سلګو ده
دَ پلار کور ترې پاتې کیږي
نن مسعود چې فکر یوړو
خپل وادۀ ئې را پۀ زړۀ شو

No comments