Breaking News

د ایمل کانسي په حجره کښې



خلیل راته اووې چې نن به د ماسخوتن روټۍ د حاجي صېب سره خورو. حاجي سعیدالله آفريدے یو نوموړې کاروباري، سیاسي او سماجي شخصیت دے. حاجي صېب فون اوکړو چې مېشن روډ باندې ډاکخانې ته مخامخ کور ته راشئ. په رکشه کښې کېناستو او راوان شو. د رش د وجهې نه رکشه به کله په یو سړک تاؤ شوه او کله په بل. په کوټه کښې زما نن اتمه ورځ وه خو په دې اتو ورځو کښې ماته چرته د ټرېفک پوليس په نظر رانغلل. دلته اکثر روډونه یک رویه دي.
اخر کور ته ورسېدو. په حجره کښې شپږ، اووه کسان ناست وو، خاجي صېب ئې راسره پېژندګلو اوکړه. د کوربه نوم کامران کاسي وو. روټۍ راوړلې شوه. د نور څه نه علاوه په يو لوئے پلاسټک کښې څه رانغتي شوي وو. چې پرانستې شو نو "ګډ"وو. څه په عجيبه ډول پوخ شوے وو. په مېنځ کښې ئې روژې هم وې. کامران کاسي زما د تپوس په جواب کښې اووې چې دې ته "ګډي کباب" وائي. لکه څنګه چې بلوچي سجي د بلوچیانو مخصوص مشهور خوراک دے نو هم داسې ګډی کباب د پښتنو دے. د روټۍ خوړلو نه پس مې کامران کاسي ته اووې چې تاسو خو به اېمل کاسي پېژنئ؟ وې ايمل خان کاسي زما . . . .وو. (رانه رشته هېره شوه). دامخامخ په تاخچه عکس ئې دے. د اېمل خان کاسي قيصه اوږده ده خو دومره به اووېم اېمل خان کاسي د ۲۸ کالو په عمر کښې په ۲۵ جنوري ۱۹۹۳ کښې په امریکه ورجینا کښې د دوو۲ سی ائي اے وګړو په وژنه کښې ککړ وو چې په جون ۱۹۹۷ کښې ګرفتار کړے شو. په ۴ فروري کال ۱۹۹۸ کښې ورته عدالت سزا واوروله. او په ۱۴ نومبر ۲۰۰۲ کال په ماښام د امريکې د مقامي وخت په مطابق اووه مېنټه د پاسه نهه بجې پهانسي کړے شو.
کامران کاسي زياته کړه چې په دې حجره کښې باچاخان بابا هم شل ۲۰ ورځې قیام کړے دے.
د ډېر سیاسي او غېر سیاسي ګپ شپ نه پس ئې په موټر کښې خپل فلېټ ته راوستو.
ددې نه وړاندې مازیګر بنده، خلیل، اظهر علي شاه، طاهر دراني او ظاهر فېروز(HOT FM (105 FM دفتر ته لاړو. هلته مو د هاټ اېف اېم سټېشن منيجر نعمان سره ليده کاته اوشو. په کوټه کښې ۵ اېف ېم رېډیو کار کوي. هاټ اېف ېم ۱۰۵، اېف ېم ۸۸ چلتن رېډیو، اېف ېم ۱۰۱، اېف ېم ۹۶ او اېف ېم ۹۳ د کوم نه چې د سحر او ماښام په وخت د قرآن پاک تلاوت خپرېږي.
.
ثاقب آپریدے
کوټه، جنوبي پښتونخوا.

No comments