Breaking News

سپرلے شولو زمونږ د يارۍ بل کال پورا کیږي



                                                                                                                    (دوست محمد بحر)
سپرلے  شولو  زمونږ  کلي  ته  راشه  للمې ګل دي
زما د زړهٔ کچه   غندل.!  هر  څهٔ  غندل  غندل  دي
سپرلے  شولو   د  شنو  پاڼو  نه  ډکې  دي  کرکڼې
په مینه د  یو  بل   نه  پکښې  خُلې  اخلي   چرچڼې
سپرلے شولوپۍ ډیردي مونږه هره ورځ شوملې کړو
کهٔ تهٔ راغلې د کُچو په ډوډۍ به  چیني  توې  کړو
سپرلے شولو په  اور  ده  کټوۍ  باندې  د  شوتلو
خو  ما  سره  څوک نشته په څمڅۍ کښې د خوړلو
سپرلے  شولو  لالیه   باري  کړې  مې   کټۍ   ده
اخستې   د   ګونګرو   نه   ورله  ډکه  مې پټۍ ده
سپرلے شولو بیا ستا په  انتظار  زما  زړګے  دے
منلے  مې  دا  وار  د   منزري  بابا  چیلے    دے
سپرلے شولو د ژمي یخني  ځي   تاؤدهٔ   زیاتیږي
ستا   ګرمې ګرمې  سترګې   راته  ډیرې رایادیږي
سپرلے شولو دا ستا د زړهٔ دپاره  په  خوارو  مې
زده کړي دي میرګاټي هم زده کړې دہ چیندرو مې
سپرلے   شولو   د زیم مېلې ته دواڼه به پیاده ځو
خبرې   به   اوږدې   کوؤ   په   لاره به اوږده ځو
سپرلے   شولو  په غاړه د جیندي به مازیګر کوؤ
هم   هلته   به   انګتې   شورشر  او  انډوخر کوؤ
سپرلے   شولو  زمونږ  د يارۍ بل کال پورا کیږي
جوړ   سخکالې   د   بحر د مودو سوال پورا کیږي
پہ شکریہ د چشمان موسیٰ خیل

No comments