Breaking News

د پښتو د ترقۍ منصوبه



(سعدالله جان برق)
خدائے شته ما ته بيخى پته نۀ وه چې د پښتو ژبې دومره بد حال دے دا خو زۀ يو څو پښتو کانفرنسونو،کانګرسونو او کنونشونو ته لاړم او هلته مې د دانشورانو، پوهانو او محققانو مرثيې يا مقالې واورېدلې نو په ژړا شوم ما وے زما د پښتو ژبې دومره بدحال دے او زۀ ترې نه هډو خبر نۀ يم ما خو وئيل کنى چې هره ورځ پکښې پنځوست شپيتۀ د کلامونو مجموعې چاپ کېږى شل دېرش مشاعرې کېږى او د هر کاڼى د لاندې چې پورته يې کړے د يو شاعر په ځاے پوره مشاعره راوځى پښتو اکيډيمى او پښتو ډيپارټمنټ پکښې درز دروز سکالران، ډاکټران، پروفېسران، دانشوران پېداکوى،زبردست کتابونه چاپ کوى د ادب تراشنه، رنده کوونه، پالنه، روزنه او خداے خبر څۀ څۀ "انه" کوى خو ددې باوجود دا غريبه لا هم هغسې بکرۍ ده کۀ بکرے دے او کۀ بکره پرته ده جامې خو يې لاړې تار په تار شوې او چا ظالمانو يې پلو د مخه وانه خستو نو فوراً مې لنګ ووهلو د "غور" په حوض کښې مې پوره يو کم سل غوپې ووهلې او د پښتو د ترقۍ دپاره مې يو موټې زبردستې ملغلرې قدرې راوويستلې چې يو څوپکښې دا دے ستاسو په وړاندې شيندم په دې کښې اولنۍ ملغلره خو دا ده چې په پښتوکښې د شاعرۍ مقدار ډېر کم دے څۀ شپېتۀ اتيا شاعران پکښې غريبانان مجموعې چاپ کوى او د اندازې مطابق د دې مجموعو شمېره ډېره کمه ده د ورځې يوه يوه مجموعه پروډکټ کول څۀ دى؟ په داسې حساب خو چې وګورو نو هر دويم پښتون شاعر دے او چې دغه ټول هم شاعرۍ ته او مجموعو چاپ کولو ته ملا وتړى نو ټول ټال پروډکشن به يې "اندازه" يو لک يو زر او يو سل يو روزانه وى چې ډېر کم دے کم از کم د ورځې پنځۀ لکه پنځۀ زره پنځۀ سوه پنځۀ مجموعې خو روزانه پکار دى. د دې دپاره زما تجويز دا دے چې د پښتو ترقى صرف په شاعرۍ کښې ده نو هر سړى له پکار دى چې په کور کښې يو شاعر خامخا پېدا کړى کۀ نۀ وى په زور دې ترې شاعر جوړ کړى يا دې په مزدورۍ يا کرايه باندې چرته پېدا کړى او په مياشت کښې دې ورله د لسو مجموعو ټاسک ورکړى بله دا چې ټول پښتانۀ دې قسم وخورى چې خبرې به هم شاعرۍ کښې کوى ښېرې، کنځل هر څۀ دې په شعر کښې کوى خېر دے کۀ د قافيې پښې يې چورلټې ماتې وى او کۀ د رديف پوزه يې وى او کۀ نه سحر شاعرى غرمه شاعرى ماښام شاعرى په ناسته شاعرى په ملاسته شاعرى په تلو کښې شاعرى په ملاسته شاعرى په اودو شاعرى کم از کم دومره شاعرى او مجموعې پکار دى چې دومره کمرې ترې ډکې شى چې "چابيانې" يې په يو زر اوښانو بارېږى نثر دې بيخى بند کړے شى چې څوک په نثر ليکلو ونيولے شى نو په ټکى دې وژلے شى ځکه چې د شاعرۍ نه پس د پښتو قديم شغل وژل به هم ترقى کوى د ټولو نه ضرورى خبره د پښتو د ليک دود ده دا موجوده ليک دود بيخى نيمګړے او ناکافى دے صرف پنڅۀ شپږو ى ګانو، ټې ګانو، ړې ګانو او لکۍ ښکرونو باندې څۀ کېږى د دې دپاره پکار دى چې مونږ په ليک دود کښې د اتيا سلو حروفو اضافه وکړو مثلاً الف دے داسې ليکلې شى داسې د هر حرف کم از کم درې ښکرونه دوه لکۍ او دوه سترګې پکار دى لکه "ب " به داسې ليکلې شى " لام " داسې د نقطو په ځائې خو لازمه ده هر بل څۀ شى ټولې ژبې نقطې استعمالوى نو د پښتو خاصيت څۀ شو د نقطو په ځاے سترګې پکار دى لکه مثلاً "ت" نو ت به داسې ليکو ت ، پ به داسې پ کومو ټکو سره چې نقطې نۀ وى لکه د، ر، س ،ل ،م وغېره نو په دوى کښې دننه سترګې جوړول پکار دى لکه د په ځاے د د رے په ځاے ر وغېره داسې چې ليک دود سم شى نو بيا به په پښتو کښې د بهرنو ژبو د الفاظو مسئله راځى هغه هم اسانه ده مثلاً ليک دود کښې دا ليک د اردو يا هندۍ دے يعنې لکهـ دود نو مونږ به د ليک په ځاے "کيل" کړو خو د پټى د کيل نه فرق راوستو دپاره به يې ښکيل کړو خو دلته يې ښکيل نښتوسره مغالطه راځى نو لږ به يې نور بدل "عښکيل " به يې کړو يعنې عښکيل دود

No comments