غانټول ګل مشاعره
(اشنا باجړے)
د فطرتي ښکلا او ښائست په لړ کې د سوات، مدين ،بحرين، کالام او نورې سيمې يو ځانګړې پيژندګلو لري چې ورته په اوړي کې د ملک دننه او بهر نه بلها سيلګري ليدو کتو او دغه فطرتي رنګونو خوند اخستو له راځي. تيره ورځ يعني د اپريل په ړومبۍ نيټه دوه زره اتلسم د مدين ادبي ټولنې له خوا کليزه مشاعره د ،، غانټول ګل ،، په نوم په ګورنمنټ هائير سيکنډري سکول مدين کې ترسره شوه. دغه مشاعره کې د سوات د بيلابيلو سيمو او د مردان، باجوړ او دير نه شاعرانو په ګڼ شمير کې ګډون وکړو. د دې مشاعرې مشر ميلمه د بينظير بهټو شهيد يونيورسټۍ شيرين ګل د انګريزۍ څانګې استاذ او د ځانګړي رنګ او انداز خاوند ښاغلے بخت زاده دانش صيب وو. د مشاعرې صدارت د باجوړ د سيمې نوميالي شاعر او د دوه کتابونو څښتن ښاغلے باچا زاده حيران صيب وو. دغه مشاعره ۲ بجې ماسپښين شروع شوه او تير ماښام پورې جاري وه. چي پکې په شلګونو شاعرانو خپل کلامونه واورول. ځايي خلقو ترې خوند واخستو او په خلاص مت ي داد ورکړو.
ياده دې وي چې دغه ګل ورينې مشاعرې ته د ايل ايس او مندوب يو سي ، او پي وي دي پي مرستې حاصلې وې په مشاعري کې په سلګونو اوريدونکو ګډون اوکرو او د ټولو نه زياته د داد وړ کبره داوه چې ځايي خلقو تر آخره په توجه د شاعرانو کلامونه واوريدل .ې

No comments