Breaking News

نه مي ليکل خو اوس ي ليکم

                                                                                        (فاروق خان ھوتی)

چه مسيد تحفظ موومنټ=پښتون تحفظ موومنټ او راروانه کښي ممکنه مظلوم تحفظ موومنټ يو پلان شوي تحريک دي کوم چه د پښتون په نوم د پنجابي د دفاع د پاره او د هغه خلقو خلاف کومو چه دغه پنجابي تنګ کړي دي يا مجهے کيون نکالا کړي دي,کار کوي. په دي کار کښي ورسره د پنجاب ټوله حکومتي مشينري ملاتړي ده. ګني نو راځئ چه لږ ي اوڅيړو. 
د پښتونخوا خلق چه تيرکال په سي پيک کښي د پښتونخوا د حق غوښتلو د پاره د چيف منسټر په مشرئ اسلام اباد ته تلل نو د اټک نه د پوريوتو سره سم د 
پنجاب پوليسو د لاسه په بيعزتو ,وهلو او ټکولو سر شول. عن تر دي چه ډزي ي ورباندي هم اوکړي او زخميان هم شول. حالانکه د پښتونخوا خلق ډير نرم مزاجه او پرامنه خلق دي.
خو
چه کله د منظور په مشرئ کښي د فاټا خلق چه ورسره د پښتونخوا خلق هم شامل وو اسلام اباد ته روان شول ,نو په لاره ورته چا هم څه او نه وئيل,هر ځائ او هر چوک کښي ورته ګرين سګنل وو. نه چا اووهل,نه چا اورټل او نه پي چا ډزي اوکړي.
حالانکه دغه بره ياد دواړه پرلتونه د پر امنه خلقو وو او دواړو خپلي مطالبي وفاقي حکومت ته د وړاندي کولو د پاره د اسلام اباد لار غوره کړي وه.
خو يو (اولني) پرلت کښي د پنجابي (د پنحابي نه دلته مراد نواز شريف او د هغه خاندان دي ) نقصان وو ځکه ي ورسره بد چلن اوکړو.
په دويم پرلت کښي ي ګټه وه (اولنئ او غټه ګټه ي دا ده چه د غلا او کرپشن کوم کيسونه دي د هغي نه د اليکشن په درشل کښي د خلقو نظر بل اړخ ته واړوي او دويمه ګټه ي دا ده چه د ارمي نه د نافرمانئ بدل واخلي)
پرون د علي وزير او دهغه د څو ملګرو نمائيشي کرفتاري هم د دي سلسلے يوه کړئ وه.د دي ګرفتارئ دوه فائدي وي
اوله فائده دا چه د دغي جلسي ايطورټائيزمنټ اوکړي تر څو چه زيات نه زيات خلق جلسي له راشي ,دويمه جه د بين الاقوامي ميډيا دي اړخ ته پام راواړوي او آرمي يو ځل بيا بدنامه کړي .
دي ته وائي زمونږ سياستدانان.د خپلو مفادو د پاره د دوي نه د هر څه تمه ممکنه ده.
لکه هغه يو په دي وينا ياکستان دوه ټکړي کړو چه ;يهان هم اور وهان تم
دا نور د اذله د ارمي په کردار کشئ اخته دي. خو دوي چيري هم دا او.نه وئيل چه فيلډ مارشل محمد ايوب خان مرحوم و مغفور د پاکستان اولنئ مارشل لاء ولي لکولي وه?

No comments