غزل
کمکۍ وه لا د ګل د خسمانې نه خبر نه وه.
د قسته د ګلونو ګلدانې یې ماتوالې.
د قسته د ګلونو ګلدانې یې ماتوالې.
نه ماته یې کتلے شو نه ما ورته کاتۀ.
آ ما ورکړی نښې نیښانې یې ماتوالې.
آ ما ورکړی نښې نیښانې یې ماتوالې.
زما بچے خالي لاس ده اختر په ورځی ناست وو.
د خان بچی لګیا وو خزانې یې ماتوالې
د خان بچی لګیا وو خزانې یې ماتوالې
ناپوهه سوداګر دے څه یې سود دی څه يې زيان.
مرجان یې ټولول او دردانې یې ماتوالې.
مرجان یې ټولول او دردانې یې ماتوالې.
لاسونه به یې خامخا ده غنو ډکیده.
په غنو کښې دننه شیدانې یې ماتوالې.
په غنو کښې دننه شیدانې یې ماتوالې.
حیرانه ستا غزل د پښتانه د سر شمله ده.
معنې یې جوړولې که معنې یې ماتوالې
معنې یې جوړولې که معنې یې ماتوالې

No comments