خبردار، اپريل فول ؟
هرکال داپريل په ړومۍ نيټه په يورپ او ترقي يافته ملکونو کي دروغ وئيلے شي او دا يو رسم ګرځيدلے دے چي څوک پرې بد نه وائي. حالانکه دا د نړۍ هغه خلق دي چي ځان ته مهذب او رسيدلي وائي.تراوسه ددې بد او فضول رسم په وجه ډيرې حادثې او ستونزې رامخي ته شوي دي.دي ورځې ته اپريل فول ويل کيږي په دغه ورځ خلق يو بل نه بيوقوف جوړ کړي او دوکه ،ورکولے شي.په دغه ورځ يو بل ته د فون په ذريعه دروغ وئيلے شي او اخبارونوکې دروغ خبرونه چاپ کولے شي دا يو کمال ګڼلے شي او فخر پرې کوي .حالانکه دروغ د ټولو ګناهونو جرړه ده او زياتې مسلې او کشالې ترې پيدا کيږي. د مغرب دغه بيماري اوس په مشرقي ملکونو کې هم رواج شوې ده .يو خوا دا د روشن خيالو عادت او رواج دے نو بل خوا په اسلام کې دا يو ناروا کار دے ځکه چې په دغه ورځ دروغ وئيلے شي او دروغ په اسلام کې حرام دي الله تعالي فرمائيلي دي ..
’فَاجْتَنِبُوْا رِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَجْتَنِبُوْ قَوْلَ الزُّورَ.ترجمه تاسو پرهيز وکړۍ د بتانود نجاست نه او د دروغو نه.
حضورص فرمايلي دي ،،چا چې يو مسلمان سره بدديانتي وکړه او نقصان ي ورورسوو،او دوکه ي وکړه هغه زمونږ نه نه دے.حالانکه اپريل فول کې په ګپ شپ او مذاق دروغ وئيلے کيږي خو پيغمبرص په ګپ کې هم د دروغو نه منع کړي دي.د اسلام شرعي نقطه نظر نه اپريل فول رسم خپلول عظيمه ګناه ده ځکه چي اسلام کې د غيرو د نقل او تقليد کولو نه هم منع کړے شوې ده.اسلام يو مکمل ضابطه حيات دے او دداسې قسمه فضول او نقصاني رسمونو پکې هيڅ ګنجائش نشته، ټولو وطنوالو ته خواست دے چې خبردار اوسي په اول د اپريل دې نه دروغ چاته ليږي او نه دې پرې يقين کوي.
No comments