Breaking News

شعراوشريعت ؟؟؟




(په شکريه د عرفان سرحدي)
ښاغلي شرافت علي شاهد صيب په کال نولس سوه درې اتيائم د ټانک په مليزو کښې سترګې وغړولې . اغازتعليم ئ د خپل کلي د يو سکول نه وکړو تر دولسمه ئ دا سفر ډير ښه په طبعيت سره وکړو خو مخکښې ورته د غربت ديوال ودريده او کراچۍ ته ئ مخه کړه د مزدوري سره سره ئ په ذي لېنګويج سنټر کښې د انګلسي زده کړې پيل کړې د ډير قابليئت نخښه ئ دا وه چې په هم دې سنټر کښې د يو کال نه پس استاد ولګيده .
موصوف چونکې د احمدعلي نګار او قسمت علي رضا صيب کشر ورور دې نو دې خانداني ادبي ذوق ئ هم پ
ه وجود کښې ځائ جوړ کړې وو
ادبي تنده ماتولو لپاره به په کراچۍ کښې دشاعرانو اديبانو ناسته پاسته هم د شاهد صيب اهمه مشغله وه ادبي ذوق او ښه ماحول د شاهد صيب نه يو ښه شاعر جوړ کړو .شاهد صيب ډير ښه غږ هم لري اکثره مشاعرو کښې د ملګرو غوښتنه هم پوره کوي
پوره اته کاله پس نوموړې بيرته ټانک ته راوکوچيده او دلته ئ خپلې استوګنې ته زمينه برابره کړه يو دکان ئ واچوه سرو او سپينو سره ئ لوبې شروع کړې ځکه چې شاهد صيب يو تکړه زرګر هم دې .
دلته ئ ذهن د تصوف په لور واړېده او د شيخ المرشد کامل پير طريقت حضرت مولانا شفيع الله صيب نه بيعت شو خو ډير زر خپل پير په خلافت باندې هم ونازوه او نن سبا د خپلو کارونو د کور ضرورتونو د ادبي محفلونو د کتابونو مطالعې او د شعورادبي جرګه ټانک د مشرۍ سره سره ديني زده کړې هم کوي دريمه درجه ئ په ختميدو ده .
نوموړي پښتو ادب په يو داسې کتاب ونازوه چې نوم ئ دې . شعر و شريعت . يو داسې جامع کتاب چې نه خو مې تر سترګو شوې دې او نه مې اوريدلې دې . اسلام کوم قسم شاعري خوښوي نبي پاک .ص.کومه شاعري خوښه کړې کومه ئ منعې کړې او په کومې ئ خاموشي اختيار کړې . يو لک څلورويښت زره کم و بيش صحابوٶ کښې څومره شاعران وو د زمانه جاهيليئت کوم شاعران حضور . ص. خوښ کړي کوم ئ رټلي . قرآن پاک څومره د شاعري ذکر کړې . اولياءکرام علماءکرام څوک څوک شاعران وو څنګه شاعري ئ کوله . اسلام کښې افاقي معاشي معاشرتي روحاني روماني شاعري په کومې طريقې کول پکار دي او څومره اهميئت لري . موصوف د صحابه کرامو ليکلې قصيدې هم په پښتو کښې په منظمه طريقې سره ژباړلي دي .
ښاغلي د دې هر څه په رڼا کښې خپل نظر وړاندې کړې دې او د نمونې د پاره ئ د جديدو شاعرانو جديد اشعار راوړي دي .
د دوه سوه شپاړس مخونو دا مجلد کتاب واقعې چې د ستايئنې وړ دې او دا د هر باشعوره سړي ضرورت دې په خاصه توګه د شاعرانو د پاره بيخي ډير مهم دې .
زه د شعور ادبي جرګه ټانک په استازيتوب شرافت علي شاهد صيب ته مبارکي او داد ورکوم او په پښتو ادب ئ احسان بولم . 

No comments