Breaking News

د نقيب محسود قاتل ولي نه نيول کيږي ؟




                                                                                                                  (غلام حسين محب)

د پوليسو د ظالمانه سلوک او د قانون ماتولو پيښي په پاکستان کي څه نوي خبري نه دي خو ولي دوزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب الله محسود د شهادت نه پس د سنده پوليسوهغه توره څيره مخي ته راغله چي پاکستان ي په ټوله دنيا کي بدنام او سپک کړو. د ټولو نه د فکر وړ خبره داده چي دغه يو پوليس افسر راو انور تر اوسه ۴۰۰ نه زيات مرګونه هم داسي بي قانونه او د دروغو مقابلو کي کړي دي. سوال دا پيدا کيږي چي دومره لوئي مجرم څنګه پټ ګرځي او ولي نه نيول کيږي. داسي معلوميږي چي د راو انور غوندي مجرمانو پوليس افسرانو شات لوئي سياسي خلق دي او کيدے شي چي راو انور هم داسي چاسره پټ ناست وي. 
هم دګه وجه ده چي د وزيرستان قبائلو يو لوئي مارچ او احتجاج شروع کړے دے چي ترڅو دغه بدنامو پوليسو ته سزا نه وي ورکړے شوي دا حتجاج به جاري وي. دا لوئي احتجاج او مظاهره په شپږويشتم جنورۍ ډيره اسماعيل خان نه شروع شوے او په بنو،کوهاټ، پيښور،چارسدي او مردان نه پس اسلام آباد ته دغه لوئي مارچ رسيدلے دے او په غم او غصه کي د دغه ناوړه او طالمانه پوليس ګردۍ چغي وهي خو داسي معاشره کي به  څوک څه طمع وکړي چي انصاف به ملاو شي ځکه چي پوليس ګردي په کراچئ، قصور، مردان او ټول ملک کي رونه ده. د اسلام آباد په دغه مظاهره کي پنځه زره نه زيات خلق ګډون کوي کوم چي د ټولو پښتنوآواز دے.دغه غونډي ته ډيرو اهمو او نوموړو سياسي او قومي مشرانو تقريرونه کړي دي او خپله مرسته ي ورسره اعلان کړي ده. چي پکي سنيټر شاه جي ګل، شهاب الدين،د اے اين پي بشري ګوهر،د نهشنل يوتح محسن داوړ او نور قبائلي مشران شامل وو.ددغه ټولو مشرانو او شرکاو واضحه او ښکاره مطالبه وه چي راو انور دي زرترزره ونيول شي .او ددي د پاره دي اعلي عدالتي کميشن جور کړے شي .    ي 



No comments