امريکه د ناکامۍ اعتراف وکړو
(ليک : غلام حسين محب)
افغانستان کي دا وخت د طالبانو اوداعش تر واک لاندي سيمي زياتي شوي دي او حکومتي رټ ختم شوے دے ددي ثبوت تيرو لسو ورځو کي په کابل کي خونړۍ پيښي دي چي پکي د يوسل پنځه ديرشو(۱۳۵) نه زيات خلق وژل شوي دي .تيره ورځ د امرکي سينيټ کي يو سنيټر دا اعتراف کړے دے چي افغانستان کي مونږ د ناکامۍ سره مخ يو او هلته د طالبانو تر کنټرول لاندي سيمو کي زياتوالے راغلے دے او امريکه ونه کړے شول چي د افغان حکومت د واک لاندي سيمي بچ وساتي.صرف په تير کال کي ۱۱ امريکائي عسکر وژل شوي دي بل خوا د مخادره موادو د قابو کولو د پاره اته اربه او اويا کروړه ډالره خرچ شوي دي .خو ولي د افيمو په کښت کي ۸۰ فيصده زياتوالے راغلے دے.او د طالبانو تر واک لاندي سيمو کي زياتوالے راغلے دے.دغه سنيټر دا اعتراف هم کړے دے چي د امريکه او اتحاديانو په هوائي بريدونو کي عامو خلقو ته ځاني نقصان رسيدلے دے.هم دغه وجه ده چي د عامو خلقو مرسته او ملاتړ د طالبانو سره زياتيدے شي. د معلوماتو تر مخه اکتوبر ۲۰۱۷ پوري يوسل دوه(۱۰۲) کسان وژل شوي او ۵۳ کسان ژوبل شوي دي.بل خوا د بي بي سي مطابق ۷۰ فيصدي کنټرول طالبانو سره دے.دلته خبره هم د فکر وړده چي ټرمپ د طالبانو سر خبرو نه انکار کړے دے کومه چي يو احمقانه عمل دے ځکه چي امريکه شپاړس کاله وړاندي په افغانستان د حملي او قبضي په وخت هم ډير په غرور ويلي و چي مونږ چا سره خبري نه کوو او په زور او طاقت به افغانستان کي امن او ثبات راولو.خو ددغي غلطۍ نقصان اوس هم افغانانو ته رسي.او دلته دا خبره د يادوني وړ ده چي امريکه او څلويښت ملکونو اتحاد سره د غټو دعوو ولي افغانستان کي طالبانو ته ماتي ورنه کړه.بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبري هم د غور اور سوچ وړ دي چا چي ويلي دي چي دټرمپ د خبرو نه انکار نه دا خبره واضحه شوي ده چي افغانستان حکومت هيڅ اختيار نه لري بلکه ټول کنټرول د امريکه دے. ځکه نو اوس به مونږ د خپل دريځ نه روستو نه شواو د امريکه او ملګرو خلاف جنګ ته به دوام ورکړو. ياده دي وي چي تيره ورځ ټرمپ ويلي وو چي طالبان بے ګناه خلق وژني اور ظلم کوي نو مونږ به طاقت استعمالوو خو خبري به ورسره ونه کړو.بل خو د افغانستان صدارتي ترجمان حسين مرتضاوي ويلي دي چي طالبانو سره کرښه کراس کړي ده او موقع ي له لاسه ورکړي ده. کابل کي د خونړو حملو نه پس د افغان حکومت يو استاذے هم اسلام آباد ته رارسيدلے دے چي چي پکي د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزے او مير ويس احمد برمک شامل دي.دوي د تازه پيښو په اړه پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي. زما په خيال د افغانستان دا ټولي هلي ځلي بے کاره دي چي ترڅو ي د پاکستان په اړه خپل دريځ او پاليسي بدله کړي نه وي.چي د هند او امريکه په ځاي د پاکستان سره په يخو دماغو خبري وکړي او خپل اصل دشمن وپيژني چي آخر هغه څوک دي چي پاکستان او افغانستان يو بل ته نه پريږدي او د يو بل دشمنۍ ته ي تياروي...

No comments