يتيم او خياط ، يوه ريشتيني افسانه
(په مننه د ښاغلي پکتياوال زرمتي)
سرې سترګې ، وچې شونډې ، ببر سر او شلېدلې جامې د خياطۍ دروازې ته و دريدلو ؛ خياط پوښتنه ترې وکړه : هلکه څه غواړې ؟
ماشوم ناړې تېرې کړې او غږ يې په ستوني کې بند بند شو ، وايي : کاکا هغه زما رخت درسره دى ؟
خياط ورته وويل : هو… خو لامې "جامې" نه دي درته ګنډلې ، رختونه ډېر دي ؛ خو ځه اختر ته خو لا څو ورځې پاتې دي ، درته ګنډم يې ان شاءالله !
د ماشوم خبرې سلګيو واخيستلې ؛ وايي : که خفه کېږې نه ؛ نو د هغو جامو پر ځاى بيرغونه راته وګنډه ؛ پلار ، مور او مشر ورور مې شهيدان شول ؛ د هغوى قبرونو ته جنډۍ ترې جوړوم !
ما ورمنډه کړه او بې اختياره مې ماشوم په غېږه کې ټينګ ونيولو ؛ مال ګرانه زه د پلار او دغه خياط د ورور يو ، هېڅ غم مه کوه ، هغوى ته دعاګانې وکړه !
راته وايي [کاکا جانه ! زه پوهېږم ؛ ماته ټول خلک همدا خبره کوي ؛ خو هېڅوک مې پلار نه دى]
خياط ورته راوړاندې شو ، وايي [ مه ژاړه ګرانه ! زه به دوه جوړه ښکلې جامې درته وګنډم ، مه ژاړه]
يتيم ماشوم ورته وايي : [ کاکا جانه ! چې پلار او مور مې په قبرونو کې وي نو زه ښکلې جامې څه کوم]
الله !
لږ وخت د دوکان فضا سکوت ونيوله ، له هر کونج نه به يوازې سلګۍ را پورته کېدلې !
ماشوم ما په غېږه کې نيولى ٶ او …!
اوف خدايه !
بيا مې زړه راټول کړ او ماشوم ته مې وويل : پلار ، مور او مشر ورور د چا درته شهيدان کړل ګرانه ؟
ماشوم راته ويل چې کاکا جانه ! هغه مخکې ورځو کې چې آمريکايانو بمبار وکړ ؛ نو زموږ کور يې هم په راکيټونو وويشت ؛ وينې يې ؟ دا دى ! دغه لاس مې هم شين دى ګوره! زه هم تر خاورو لاندې وم ؛ بيا کليوالو را و ايستم ، وړوکې خورکۍ مې هم ټپي شوې ده !
اخ اخ !
مال هغه چيرې ده ګرانه ؟
وايي هغه مې ماما ورسره بوتله او زه دلته په کاليو پسې راغلم ؛ اوس مې د پلار ، مور او ورور قبرونو ته ورځم ؛ هلته ښه ډېر ورته ژاړم ؛ ګوندې زړه مې لږ تش شي ، کاکاجانه زړه مې له چيغو ډک دى ، ځم هلته چيغې ورته وهم ، نور مې پرېږده کاکاجانه !
خو ولې يې زما پلار ، مور او ورور راته شهيدان کړل ؟
ولې يې زما وړوکې خورکۍ ټپي کړه ؟
ولې يې موږ تر خاورو لاندې کړو ؟
ولې موږ په خپلو کورونو کې نه پرېږدي ؟
ولې تاسو زموږ غم نه خورئ ؟
ولې ستاسو اولادونه مور او پلار لري او موږ يې نه لرو ؟
ولې يې هغه زموږ زوړ کور راته ړنګ کړ ؟
کاکا !
ولې ځواب نه را کوې ؟ ولې کاکا ؟
هېڅوک زما خبرې نه اوري !
هېڅوک زما ځواب نه راکوي !
هېڅوک موږ نه خوشاله کوي !
کاکا !
هغه وخت چې پلار او مور مې ژوندي وو ؛ موږ ته به هر چا خندل ، خو اوس ولې هر څوک راته ژاړي ؟
موږ ولې خلک ژړوي ؟
ولې مو ژړوي ، ولې ؟

No comments