کۀ شل دي څۀ پرې نو چې په خپو دي" 'شل " ملګري
غزل
(سيد صابرشاه صابر)
زما نه مخ اړوي اوس د محفل ملکري
غريبۍ ستا د لاسه پردي شوۀ خپل ملګري
غريبۍ ستا د لاسه پردي شوۀ خپل ملګري
د پتيسو په چور کښې , د پتاسو تالان کښې
نن راته ډېر ښکارېږي بدل بدل ملګري
نن راته ډېر ښکارېږي بدل بدل ملګري
اوس به يې چرته چرته ګورمه , وخت بدل شو
د غور ګل ملګري او د غوبل ملګري
د غور ګل ملګري او د غوبل ملګري
د يو اشنا نه زار شم خو چې پښتون وي , نر وي
او بې پښتو دے ورک شي , کۀ دے وي سل ملکري
او بې پښتو دے ورک شي , کۀ دے وي سل ملکري
کۀ زۀ يې هېر کړم خېر دے , خو مانه نۀ هېرېږي
د خپل الفت د " لغمان" او د "کابل" ملګري
د خپل الفت د " لغمان" او د "کابل" ملګري
وخته په سخته کښې دے صابرشاه ټولو پريخو
کۀ شل دي څۀ پرې نو چې په خپو دي " 'شل " ملګري
کۀ شل دي څۀ پرې نو چې په خپو دي " 'شل " ملګري
No comments