Breaking News

ګرمه خيمه / يخه رڼا رڼا شپه / او مشاعره،







(صابرشاه صابر)
د جمعې په مبارکه شپه د روانې مياشتې په 11 مه نيټه " د صابرد رڼا ملګري تحريک " په اهتمام زما په " پښتون کوټ " کښې يوه انتهائي درنه مشاعره او باعيزته د ميلمستيا تقريب د بونير د قام پرست ميلمه او ښاغلي ليکوال طارق زمان خان چغرزي په صدارت کښې اوشو د دے يادګاري شپې د يادکاري مشاعرې مشران ميلمانۀ د جمعيت علماي اسلام صوبائي رهنما محترم حاجي زبير خان خليل ,د جماعت اسلامي اسحاق خليل , د سوات نه راغلي درې نوموړي ليکوال فضل نعيم نعيم , ظفر علي ناز , غفور بابا , ,عظمت تنها او د اے وي ټي خيبر مشر پروډوسر عثمان امين وو مونږ د مشاعرې وخت ماښام مقررکړے وو خو ملګرو سم ذ رڼا مازيکر نه ځانونه رارسولي وو دا د رڼا ملګرو د نوي کال ړومبۍ مشاعره وه نو ځکه ورله سم د غرمې نه ترتيبات او انتظامات شروع شوي وو د " پښتون کوټ " په بره چت ( چې د پېښور پوهنتون د بلډنګونو او ونو بوټو باغونو منظر ترې ښکاره ښکاري) يوه لويه خيمه لګولے شوې وه او دا خيمه په غټو غټو بلبونو او وړو وړو رنګينو " مرچکو " ښآئيسته کړے شوې وه ,,,, دا ډيره ګرمه او درنه اوږده مشاعره ماښام شروع شوه او بيا د شپې تر يولسو بجو يې دوام اوکړو په دے مشاعره کښې چې د نظامت فرايض يې زما کشر ځوے عباس شاه عابد ترسره کول د بره زکر شوو مشرانو شاعرانو نه علاوه دے لاندنو قدرمنو شاعرانو برخه واخسته ,,,,
وقاص وطن واجد ودان , اياز جمال خانخيل , خالد خليل , ډاکټرساحل ( شانګله ) مشتاق سنګر , هدايت الله خليل , طارق خليل , س ش عادل , کامران خليل , مزمل شاه مئين , اشفاق خليل , ايمل شاه امين , مفتي هدايت الله افريدي ,طارق خليل , ډاکټرفاضل رستم ,عطا محمداستاد ډاکټر نثار ګنډاپور , صفدر علي صفدر, جمال خليل ", ښکلا شاه , الهام امام, ياسين خليل فوادمومند ,,,,,,,
د رڼا ملګرو دجمعې د شپې دا دروند تقريب په اقائے نامدار سردار د دوو جهانو ص د ټولې مجمې لخوا د په درود شريف او.زما په څواهتمامي خبرو د يوې درنې ميلمستيا سره څه دولس بجې ختم شو
 ---- 13 جنوري

No comments