Breaking News

یوه گیله





دصابرشاه صابر د فن او ھنر قدر 
لیک ------ سیده حسینه گل
مونگ به د خپلو خوشالو سندری سنگه لیکو
مونگ ته چی چل نهء رازی
زمونگ د زڑونو په جھان د غم تیری خوری دی
په داسی حال کی " جنازی " مو د جزبو پرتی دی
په داسی حال کی د ریشتو مرثیی مونگه لیکو
وایه چی دا رنگه موسم وی, د ژوندون د ماحول
بیا مو په شونڑو د " الفت" خبری کله رازی
زمونگ په فکر د حالاتو نمر راٹیٹ ولاڑ دے
مونگ به د " مینی" د سپرلو ترانی سنگه وایو
زمونگ جزبی د وخت په سور او کی لمبه لمبه دی
زهء به د گل اود وگمو جھان بیا سنگه ستایم
زمونگ د ژوند نه د "جانان" وجود چی وخت واخستو
اوس به د زڑونو د " ارمان" خبری چاته کوو
مونگ ته چی یو خپل ھم په ژوند کی پاتی شوے نهء دے
نو د گیلو او د معنو کتاب به چاته سپڑو
په داسی حال کی چی لا " تهء" د وخت سندری وائی
په داسی حال کی چی لا تهء " پختو" ته" ورکڑه" کوے
نو یه " بی صبره صابرشاه " تهء سهء پوھیگی په دے
تهء د خپل فن او د ھنر " قدر" د چا نه غواڑی?
منم , چی تهء د وخت په "نبض"او " رفتار" پوھیگی
منم , چی تهء د پختو ژبی سره مینه کوے
منم چی ستا فکر د "نوو جھانونو" نه رنڑا اخلی
زمونگ د ژبی په تیارهء تیارهء وجود ئی نولی
دغه "رنڑا" کهء می د خپلو ورزو حال بدل کڑو
دغه رنڑا به می د "ٹول وجود" یو نوے ژوند شی
.....یادگیرنه....زما د نثر د کتاب "جنازی" د مخ کتنی د شاندار تقریب په موقعه" دوحه قطر" کی پیغلی حسینه گل په خپله په سٹیج واورولو .... 25 اگست 2003

No comments