جماتونو کې به څه شی سړی ګوري؟
غزل
ــــــــــــــ
کتابونو کې به څه شی سړی ګوري؟
دریابونو کې به څه شی سړی ګوري؟
ــــــــــــــ
کتابونو کې به څه شی سړی ګوري؟
دریابونو کې به څه شی سړی ګوري؟
چې د ورځې د انسان سرونه غوڅ کړي
په خوبونو کې به څه شی سړی ګوري؟
په خوبونو کې به څه شی سړی ګوري؟
چې په زړه کې یې پیدا نکړې خالقه
جماتونو کې به څه شی سړی ګوري؟
جماتونو کې به څه شی سړی ګوري؟
مور او پلار یې لا ژوندي دي مګر بیا هم
مزارونو کې به څه شی سړی ګوري؟
مزارونو کې به څه شی سړی ګوري؟
نوم یې واخله چې هم اوس یې درته راوړم
دوکانونو کې به څه شی سړی ګوري؟
دوکانونو کې به څه شی سړی ګوري؟
د مزدور دغې پوښتنې لاځواب کړم
چې جیبونو کې به څه شی سړی ګوري؟
چې جیبونو کې به څه شی سړی ګوري؟
د مخونو په معنا باندې پو نشو
نو ګلونو کې به څه شی سړی ګوري ؟
نو ګلونو کې به څه شی سړی ګوري ؟
تنها څوک چې هیڅ له درده خبر نه وي
ستا شعرونو کې به څه شی سړی ګوري؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجیب تنها
ستا شعرونو کې به څه شی سړی ګوري؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجیب تنها

No comments