ته هم زما د مور په څېر ژاړیې ؟
دا څه دي؟
ما ویل دا کمره ده
په کمره باندي څه کیږي؟
ما ویل تصویر پري اخستل کيږي اخ تصویر.....خپل کوچنی لاس یې ترغوږ او زنې لاندې کیښود او ویي ویل. زما د پلار جنازه یې چې زموږ په انګړ را ننه ویستله، نو د یو کس په لاس کې همداسې یو څه وو، یو چا غږ کړ تاسو لرې شئ چې تصویر ترې واخلي، زه هم د خپل انګړ د یو نیم پریوتي دیوال پرڅنډه ودریدم ترڅو وګورم چې دا تصویر څه شی دی.
پلار دې په څه مړ و؟
غلی شه لیوانیه ګناه دې کیږي. هغه مړ نه، شهید و.
چرته شهید و؟
نورنه پوهیږم ، خو هغه لرې د عسکرو په خونه ښکلې درې رنګه رنجه چې ګورې همدا ډول یوه درې رنګه رنجه یې پرکټ غوړیدلې وه او ویل یې چې په سرحد کې د وطن په ننګ شهید شو.
څو وروڼه او خویندې لرئ؟
ته هم زموږ د کلي لیوني په څېر دومره پوښتنې کوې، خو همدا یو زه یم کنه. ... ته دا راته ووایه چې داکمره چا جوړه کړې ده؟
ما ویل دا یو عرب مسلمان عالم جوړه کړې ده. بیا مې ترې په ډیره مینه وپوښتل اوس مو نو ژوند څنګه دی؟
ښه دی تیریېږي، خو مور مې ډیره ژاړي او د هغه تېر کوچني احتر په سهار یې زما د کمیس پر ګریوان د ستنې ټک کاوو، نو دومره یې وژړل چې زما کمیس یې ټول راته په اوښکو لوند کړ او ویل یې چې زما شکیدلو کالیو او شکیدلي ګریوان ته ژاړي ، نو اوس دغه کوچني اختر ته بیا کالي نه لرم مور به مې بیا څومره راته ژاړي.
نور نو زه هم سلګیو نورو پوښتنو ته پری نه ښودم او د سترګو د نظر لاره مې د اوښکو رودونو وتړله، خو هغه بیا راته په تنکۍ ژبه په غلي او ژړه غوني غږ وویل ...... ته هم زما د مور په څېر ژاړیې.
_____________
کاپي:
په شکريه: د پکتياوال زرمتي
No comments