Breaking News

،،پښتو شاعرۍ کښې سرقې او ترجمې،،





د ګوهر نويد "پښتو شاعرۍ کښې سرقې او ترجمې" ته يوه کتنه
(شاکر اورکزی)
پښتنو ته په داسې وخت کښې کتاب په لاس راغلو چې د ترقي يافته دنيا کښې يې ځاے کي بورډ نيولے دے خو بيا هم د خوشحالۍ خبره ده چې په موجوده ورځو شپو کښې په تيزۍ سره د پښتو کتاب چاپ کېږي او تقسيمېږي. چې اکثريت په کښې د شاعرۍ دے. په پښتو کښې د شروع راهيسې شاعري زياته شوې ده او اوس هم حالات بدل شوي نۀ دي. په پرمخ تللې ژبو کښې د شاعري ځاے نثر نېولے دے. پښتو کښې هم خال خال د نثر کتابونه چاپ کېږي چې د تخليق برخه په کښې سيوا ده. تحقيق او تنقيد د نشت برابر دے.
په شلمه پيړۍ کښې چې يو شمېر نورو نثري اصنافو سره پښتو ته تنقيد هم را داخل شو نو په هغه وخت کښې يې د دوست محمد خان کامل، قلندر مومند، ايوب صابر او اياز داودزي په شان نقادان پښتو ته ورکړل خو دا به هم زمونږ بدقسمتي وي چې لکه څنګه پکار وه په پښتو کښې هغه شان تنقيد وده ونۀ کړه او نن هم مونږ په دې مېدان کښې د يتيمانو په مثال يو. په موجوده دور کښې چې کومو يو څو نقادانو په علمي بنيادونو پښتني تنقيد ته مټ ورکړے دے د هغوي شمېر هم ډېر حوصله افزا نۀ دے خو بهر حال سليم راز،محمود اياز، قېصر اپرېدي، فېض الوهاب فېض، فېصل فاران،اجمل ښکلي، سميع الدين ارمان او طاير ځلاند تر څۀ حده پښتنے تنقيد په نېغه لار روان کړے دے.
دلته يوه خبره چې مونږ يې عموماً په عامو محفلونو کښې اورو چې پښتانۀ ازاد طبع خلک دي. خپل هر کار ورته سم ښکاري او تنقيد برداشت کول د دوي په خمير کښې نشته. نو دا هم وئيلے کېږي چې پښتانۀ چونکې د تنقيد د برداشت حوصله نۀ لري نو ځکه په پښتو کښې تنقيد هغه شان وده ونۀ کړه لکه څنګه چې پکار وه. د نورو پرمخ تللې ژبو به څۀ نۀ وايو خو د اردو مثال زمونږ وړاندې دے چې په پاکستان کښې د لس في صده خلکو مورنۍ ژبه هم نۀ ده خو بيا يې هم دومره مزل کړے دے چې اوس د دنيا په څو ترقي يافته ژبو په قطار کښې ولاړه ده.
په نني دور کښې د پښتنو په رويو کښې هم لږ ډېر بدلون راغلے دے. اوس دوي د تنقيد د زغم ماده سيوا شوې ده چې مثالونه يې د فېصل فاران او د سميع الدين ارمان په شکل کښې زمونږ وړاندې دي چې دې دواړو په شعوري توګه او پوره هوش و حواس په هغه شيش محلونو هم ګزارونه وکړل چې زمونږ په شان د ادب زده کونکو ورته د حېرت په سترګه کتل. تنقيدي فېصلې او تنقيدي تعبيرات په دې حواله د سنګِ ميل حېثيت لري. دې دواړو ترڅنګ نوو نوخېزو ليکوالانو هم دې طرف ته خپل پام راګرځوو. افتاب ګلبڼ د د طنز و مزاح په نداز کښې "بيا څۀ چل شوے؟" په شکل کښې ډېر ښۀ مثالونه زمونږ مخې ته کېښودۀ . دې سره شوکت خريکوال "کلام د چا په نوم د چا" په نوم هم پوره يو کتاب وليکلو چې په کښې يې د هغو کلامونو نشاندهي وکړه چې کلام د يو چا وۀ او په نوم د بل چا مشهور وۀ. دلته به دا خبره هم څرګنده کړو چې شوکت خپله تنقيدي فېصله په دې کتاب کښې نۀ ده وړاندې کړې بلکې ټول حقائق يې لوستونکو ته پرېښي دي.
دا سلسله په دې ځاے ودرېدلې نۀ ده بلکې مخ په وړاندې روانه ده چې تازه مثال يې د پروفېسر ګوهر نويد "پښتو شاعرۍ کښې سرقې او ترجمې" تازه چاپ شوے کتاب دے. ترننه مونږ هغه د يو اردو ليکونکي په حېث پېژندو خو اوس يې په پښتو کښې د ليک کولو نيت ښکاره کړو او دومره پېچيده موضوع ته يې بډې راښکلې چې که خوا يې په ادبي حلقو کښې ستائينه کېږي نو بل خوا يې هغه د يو شديد ردعمل سره هم مخ کړے دے. په دې موضوع په پښتو کښې دا اولنے کتاب دے. خامۍ او کمزورۍ يې په خپل ځاے خو ټولو پښتنو ته يې درون او تود هرکلے پکار دے.
دا کتاب په څلورو بابونو مشتمل دے. ١، استفاده او تاثر. ٢، توارد. ٣، سرقه. ٤، ترجمه
په هر باب کښې يې اول د عنوان ترمخه تعريفونو کړي دي او بيا يې د مختلفو شاعرانو د شعرونو حوالې ورکړې دي کوم چې د دوي په خپل خيال په ګرفت کښې راتلے شو. زۀ په خپل ځاني د هغوي حافظې ته داد ورکوم چې دومره زيات شعرونه يې محفوظ ساتلي دي. خو د کتاب د مطالعې په دوران کښې چې ما کومه خبره په شدت سره محسوسه کړې ده هغه د پروفېسر صېب د اردو يا د اردودانو طرفداري ده. چرته چې د کوم پښتون شاعر کوم شعر ورته په لاس ورغلے دے چې لږ شان هم د اردو کوم شعر سره ورته مماثلت ښکاره شوے دے نو هغه يې سمدستي سرقه، توارد، تاثر يا ترجمه ګڼلے دے خو که بيا چرته د اردو شعر مثال ورکوي نو چې ښکاره جاره د پښتو نه سرقه، ترجمه شوے ښکاري نو بيا يې ښاغلے پروفېسر دفاع کوي چې ګوندې دوي ته خو پښتو نۀ ورځي يا داسې څۀ امکان نۀ ښکاري چې دے شاعر چرته سرقه يا ترجمه کړې ده بلکې د توارد په کاته کښې يې ور واچوي. زما په ذاتي خيال دا قسمه رويه يو پښتون ليکوال سره بالکل نۀ ښائي بلکې تحقيق خو د غېر جانبدارۍ تقاضا کوي. هر څو که ګوهر نويد صېب د اردو پروفېسر دے خو مورنۍ ژبه يې پښتو ده. اردو په پاکستان کښې د رابطې ژبه ده مونږ يې د اهميت نه انکاري نۀ يو خو داسې هم نۀ ده چې د دې په مقابله کښې دې مونږ خپله پښتو د کمې درجې وګڼو او ويونکي يې د احساسِ کمترۍ سره مخ کړو. او دا هم حقيقت دے چې د شعر په مېدان کښې پښتو که د اردو وړاندې نۀ وي تلې نو وروسته خو ترې په يو صورت کښې هم نۀ ده. دلته به دا خبره هم لږه سپينه کړو چې د اردو شاعر يوه خبره کولے شي يا په يوې موضوع شعر وئيلے شي نو يو پښتون شاعر يې ولې نۀ شي کولے. زۀ د ټولو پښتنو شاعرانو سپينوے نۀ کوم داسې شاعران به خامخا وي چې د اردو نه به استفاده يا سرقه کوي خو هغې دپاره هم يو پوخ ثبوت پکار وي چې د پروفېسر ګوهر نويد په زېرِ نظر کتاب کښې يې خال خال مثالونه شته خو په ډېرو ځايونو کښې د هغې ورکړې حوالې پوره نۀ دي. ولې چې ډېرو شعرونو سره څۀ حوالې نشته چې د جديد تحقيق لوازمات نۀ پوره کوي. د ځينو شعرونو خو پروفېسر صېب ته شاعران هم نۀ دي معلوم نو په داسې صورتِ حال کښې د هغوي دا تحقيق مشکوک کېږي.
د اردو د علامه اقبال او د پښتو د حسېن احمد صادق په اړه چې د پروفېسر ګوهر نويد کوم نظر دے د هغې سره د اختلاف لرلو کښې ځان حق بجانب ګڼم خو د وضاحت ضرورت يې ځکه نشته چې په سريزه کښې پرې فېصل فاران تفصيلي بحث کړے دے.
دلته زۀ د لوستونکو د تسلۍ دپاره څو مثالونه وړاندې کوم چې هغوي ته هم خبره واضحه شي چې فاضل محقق څومره حق بجانب دے.
د استفاده او تاثر د عنوان لاندې په مخ ٤٨-٤٩ ليکي:
" حافظ الپوري د خوشحال او رحمان نه علاوه د فارسۍ د مشهور شاعر حافظ شيرازي او مير تقي مير نه هم استفاده کړې ده چې د سرقې يقين پرې کېږي. د شېرازي صېب وېنا ده
آسماں ٖبارِ امانت ناتوانست کشید
قرعہ فال بہ نامِ من دیوانہ زند
او مير فرمائي چې
سب پہ جس بار نے گرانی کی
اس کو یہ ناتواں اٹھا لایا
او هم دغه سوچ حافظ الپوري پښتو او پښتنو ته دا سې سپارلے دے.
اسمانونو، زمکو، غرونو قبول نۀ کړو
په ګردن دا امانت يې بار زما دے"
دلته دې لوستونکي لږ غور وکړي چې اول خو دا خبره چې کومه چې په دې درې واړو شعرونو کښې تکرار شوې ده نو خو د شېرازي اختراع ده او نۀ د مير بلکې دا خو د قراٰن پاک د دوه ويشتمې سيپارې د سورت احزاب د ٧٢ نمبر ايت مفهوم دے. إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿۷۲﴾
او بيا زمونږ لوستونکو ته به علم وي چې په پښتو کښې حافظ الپوري کوم رنګ شاعري کړې ده. نو که فارسۍ حافظ شېرازي او د اردو مير د کلام پاک د يو ايت مفهوم ته د شعر جامه اچولې شي نو د پښتو حافظ الپوي يې ولې نۀ شي کولے؟
دويمه خبره دا چې د مير په باره کښې ښاغلے ګوهر نويد هېڅ نۀ وائي چې د دۀ شعر په کومه زمره کښې راځي؟ سرقه، استفاده، تاثر که ترجمه؟ او چې د حافظ الپوري خبره کوي نو ښکاره وائي چې استفاده يې کړې ده. مونږ منو چې د هغوي په پښتو کښې د سرقې او ترجمې سره کار دے خو چې دلته د مير ذکر په ضمني توکه راغے نو بيا دا وضاحت پکار ؤ.
په مخ ٥٠ هغه داسې رقم طراز دے. "د احمد نديم قاسمي د يو شعر اثر د اباسين صېب په دې شعر کښې ښۀ واضحه برېښي.
حسن تخلیق کی دھرتی میں جڑیں کیا پھیلیں
تم نے انسان کو گملے میں سجا رکھا ہے
سړے په کښې د ذات د دائرې نه وتے نۀ شي
د ګل غوندې پابنده په ګملو کښې زندګي ده
دلته پروفېسر صېب صرف د اباسين پوره شعر صرف د يو لفظ په استعمال ور دېکه کړے دے. که داسې مونږ د يو يو لفظ په استعمال دغسې عمل کوو نو په دنيا کښې داسې يو شاعر هم نشته چې هغه د شعر دپاره داسې لفظونو راوړي چې چرته يې استعمال نۀ وي شوے. هم دغه لفظونه دي چې ټول شاعران يې اړوي را اړوي او نوې نوې معنې ترې راوباسي. لفظ د هېچا ذاتي جاګير نۀ دے. دا د ټولو انسانانو مشترکه مېراث دے. خو دومره ده چې ځينې مخصوص لفظونه او ترکيبونه د يو نيم شاعر د ځانګړي استعمال په وجه د هغۀ د اسلوب برخه وګرځي خو هم دغه لفظونه بيا نورو شاعرانو دپاره شجره ممنوع هرګز نۀ وي.په هم دغه مخ ٥٠ وړاندې د سعيد ګوهر يو شعر د دروېش دراني د شعر نه استفاده ګڼي خو ايا ښاغلي محقق سره داسې کومه حواله ده چې د هغې په بنياد يې د ګوهر شعر د دراني د شعر نه استفاده ګڼلے دے؟ داسې هېڅ خبره نشته. دلته به دا هم ووايو چې په ادبي دنيا کښې دا خبره چا نۀ ده اورېدلې چې په دې دواړو کښې چا د چا نه استفاده کړې ده؟ بهر حال د دواړو د شعرونو د تقابلي جايزې د اخستو نه وروسته مونږ په دې وېنا کښې حق بجانب يو چې د دراني شعر د ګوهر د شعر په مقابله کښې زيات شعريت لري.لکه څنګه چې مونږ د اردو او د علامه اقبال د طرفدارۍ خبره کړې ده نو دلته يې يو مثال وړاندې کولے شي. په مخ ٦٧ ښاغلے ګوهر نويد ليکي: دمصري خان ګګياني او علامه اقبال په مېنځ کښې هېڅ زماني، مکاني او لساني تعلق اثار نشته خو بيا هم د مصري خان د يو شعر او د علامه د دې شعر تر مېنځه يکسانيت دے چې مونږ ورته توارد وئيلے شو.
ذميمه حميده دواړه دي په ځان کښې
ځاے د بد خوي دے سقر د ښۀ جنت
علامه صېب وائي
عمل سے زندگی بنتی ہے جنت بھی جہنم بھی
یہ خاکی اپنی فطرت میں نہ نوری ہے نہ ناری ہے
دلته که هر څو ګوهر نويد د علامه اقبال دا شعر د مصري خان د شعر توارد ګڼي او يو قسم له د علامه اقبال دفاع کوي خو داسې نۀ ده د علامه اقبال دا شعر د خوشحال بابا د شعر ترجمه ده. د خوشحال بابا شعر داسې دے.
که جنت لره څوک بيايي که دوزخ له
نور څۀ نۀ وينم په مېنځ کښې خپل اعمال دي
علامه اقبال يقيناً چې لوے شاعر دے او هر لوے شاعر نه نور شاعران خامخا اثر اخلي خو ښاغلي ګوهر نويد په دې کتاب کښې کله کله د اثر په دايره کښې د خبرې کولو په وخت تجاوز کړے دے لکه چې په مخ ٩١ د اقبال او د ايوب صابر د يو يو شعر د نقل کولو نه وروسته ليکي:
" هم دغه شان يې د اقبال اصطلاح "خون جګر" ځيګر خون ته منتقل کړے دے او خپل کتاب له يې نوم هم "ځيګر خون" ايښے دے. د اقبال شعر دے چې
نقش ہیں سب ناتمام خون جگر کے بغیر
نغمہ ہے سوداے خام، خون جگر کے بغیر
او ښاغلے ايوب صابر د پاسني شعر نه داسې اثر اخلي.
چې د زړۀ نه وينه وڅڅوم شعر شي
زمانې زما نقصان ته خو خيال وکه
اولنۍ خبره دا ده چې پروفېسر صېب د ايوب صابر د شعر اولنۍ مصرعه په يادو ليکلې ده او بېړه يې ورله غرقه کړې ده. او دومره زخمت يې هم نۀ دے کړے چې ځيګر خون ته رسائي وکړي او شعر په سمه توګه نقل کړي. دويمه خبره دا ده چې د فاضل محقق د پښتو مطالعه د نشت برابر ده. ګنې داسې بې بنياده خبره به يې چرې هم نۀ وې کړې ولې چې ځيګر خون د اقبال اصطلاح په دې نۀ ده چې د هغۀ نه ډېر وړاندې حميد بابا داسې استعمال کړې ده.
د غنچې په څېر مې زيست په ځيګر خون دے
که هر څو يې لکه ګل له ما يکتا
خېر حميد بابا خو د پښتو شاعر دے نو پروفېسر صېب ته خو به د غالب د مشهور غزل دا شعر ارومرو ياده وي.
عاشقی صبر طلب اور تمنا بے تاب
دل کا کیا رنگ کروں خون جگر ہونے تک
که چرې ښاغلي پروفېسر ګوهر نويد لږه خواري نوره کړې وے نو دا يو مستند کتاب ثابتېدے شو. د کتاب او صاحب کتاب متعلق د فارا ن دا خبره پوره ده چې "د پروفېسر ګوهر نويد دا خوبي د ستائينې وړ ده چې هغه په کومه موضوع کار کول وغواړي نو بيا ورپسې ولګي او هر څنګه چې وي ښۀ يا بد خو تر خپله وسه پرې کار وکړي او په کتابي بڼه يې اولس ته وسپاري او دغسې خپل ادبي فعاليت ژوندے ثبوت وښائي."
بس بنده په وس پړ وي د وس نه پورته خداے هم د بنده نه مطالبه نۀ کوي خو بهر حال په دې موضوع دا اولنے کتاب دے نو مونږ ورته په درنه سترګه ګورو. او په راتلونکي کښې ترې د نور ښۀ او مستند تحقيق هيله کوو.
د پښتنو د روښانه سباؤن په هيله
شاکر اورکزے
١٩ جنوري ٢٠١٨ء

No comments