دلـته کښې هرښکلے جانان مه ګڼه
.................غزل......... رضوانه شمس
ديدن د ښکلو خېر دے ګران مه ګڼه
خــو محــبت ګــورې اسـان مه ګڼه
حســن پـرســتـه زمــا دا هــم واوره
دلـته کښې هر ښکلے جانان مه ګڼه
دلـته کښې هر ښکلے جانان مه ګڼه
چې د انسان ژوند ورته هيڅ نه ښکاری
هــغه هـــيڅ کلــه هم انسان مه ګڼه
هــغه هـــيڅ کلــه هم انسان مه ګڼه
د رواجــونــو پــه زنـدان کښې يـمـه
مــا ستمګرو کښې قربان مـــه ګڼه
مــا ستمګرو کښې قربان مـــه ګڼه
هر څو که ژوند مې په لمبو کښې تېر شو
مـينـه کښې دا ګــرانــه تاوان مــه ګڼه
مـينـه کښې دا ګــرانــه تاوان مــه ګڼه
خپــله کــوه د رضــوانې مـــــه منه
زما ارمان خېر دے ارمان مـــه ګڼه
زما ارمان خېر دے ارمان مـــه ګڼه

No comments