زهر راکوي راله په شاتو کي
غزل
غلام حسین محب
څومره چي هوښيار يمه خيالاتو کي
دومره را ايسار يمه حالاتو کي
ته به مي مرهم په کوم کوم زخم ږدي
سر يم سراسر په حادثاتو کي
داو د پاره ياره ښه ډاډه راځه
زه اوس بلد شوے يم بيالاتو کي
خلقو ترقي په اتفاق يوړه
مونږ لا په جګړه يو شلغاتو کي
يار مي د مغرب ښه مهربانه دے
زهر راکوي راله په شاتو کي
يار کي دي آثار د ژوندون نه ښکاري
مه راځه محبه ! په جذباتو کي
No comments