Breaking News

دمام پښتو ادبي بهیرسعودی عرب د غونډی روداد

 دمام پښتو ادبي بهیرسعودی عرب د غونډی روداد 



بسمه الله الرحمن الرحیم
بيګا د جمعې پۀ شپه د دمام پښتو ادبي بهیر پنځلسمه غونډه پۀ کال دوۀ زره اولسم د دولسمې میاشتې پۀ يويشتمه نیټۀ پۀ وخت د ماسښوتن لس بجې د حاجي يعقوب صیب پۀ صدارت کښې دسنئير نائب صدر صراط افريدي صيب پۀ دیره کښې پیل شوه...
چې نظامت چارې ئې ښاغلي عمر فاروق صیب ترسره کړې..
ر څۀ نه وړاندې د غونډې پیل د قرآن کریم سپیځلو آیاتونو نه اوشو چې سعادت ئې ښاغلي محمد فاروق صیب ته میلاو شو.
   
نه پس د دمام پښتو ادبي بهیر دريمه تنقیدي غونډه کښې نائب صدر ښاغلي منظر يوسفزي صیب خپل کلام کره کتنې ته واړندې کړو.
چي په ټولو شاعرانو ملګرو اصلاحى تنقيد اوکړو او ډيري ګټورې مشورى ئ وړاندې کړې او څه نه څه نيوکي هم وشوې خو دي سره سره ډير بهترين کلام وګرزولي شو ـ دى نه پس د بلې غونډي په حقله خبرى وشوى چي به پکښې مشر سيکتر ښاغلي عمر فاروق صيب خپل کلام هم تنقيد ته وړاندى کوى او نائب سيکتر ترجمان داوړصېب به هم خپل کلام تيار ساتي چي د ښاغلي عمر فاروق صيب د څه معزرت په وجه به د ښاغلي ترجمان داوړصيب د کلام تنقېدي جاج اخستې شيـي ـ
تلاوت کلام
دى نه پس
آذاده مشاعره پیل شوه چې پکښي
ښاغلي حاجي یعقوب یعقوب صیب
ښاغلي پروفیسر رفیق یوسفزي صیب
ښاغلي منظر يوسفزئ صېب
ښاغلي عنایت شیخ صیب
ښاغلي مهتاب صيب
ښاغلي عمر فاروق صيب
ښاغلي پښتون صيب
ښاغلي وسيم دربار صيب
ښاغلي ثاقب اورکزئ صېب شرکت وکړو ـ ملګرو ډير خوندور کلامونه شريک کړه او ډير داد ورته ملاؤ شو.
دا ؤ د دې غونډې روداد
ډیره مننه
دمام پښتو ادبي بهیر سعودي عرب

No comments