غزل، شیرزمان ثاقب
غزل
شیرزمان ثاقب
ګوره توبه ګار مې کړې که نه مې کړې؟
بې لارې په لار مې کړې که نه مې کړې؟
بې لارې په لار مې کړې که نه مې کړې؟
بیا به همشه د پاره یاد ساتې
عمر له اوښیار مې کړې که نه مې کړې؟
عمر له اوښیار مې کړې که نه مې کړې؟
واچوه ګولۍ خوب درله نه درځی
او ګوره بیمار مې کړې که نه مې کړې؟
او ګوره بیمار مې کړې که نه مې کړې؟
سم د تکبر په بام ختلې وې
څنګه راګزار مې کړې که نه مې کړې؟
څنګه راګزار مې کړې که نه مې کړې؟
سر په اؤتو بؤتو شوې که نه شولې
عقل نه وزګار مې کړې که نه مې کړې؟
عقل نه وزګار مې کړې که نه مې کړې؟
زه ثاؔقب چې تا ازاره ولمه
ته خپله ازار مې کړې که نه مې کړې
ته خپله ازار مې کړې که نه مې کړې

No comments