که قیصې د خپل کاله مې درته راوړې
غزل
کامران عبدالھادی
اوښکې نغښتې په باڼه مې درته راوړې
څـــو شېـبــې د بــارانۀ مې درته راوړې
څـــو شېـبــې د بــارانۀ مې درته راوړې
لږ مسکی شه که مسیح مې د بقا شــې
ماتې هیلې د خپل زړه مې درته راوړې
ماتې هیلې د خپل زړه مې درته راوړې
سرې منګولې تر څنګلو مې لمدې شوې
د کوثري چینې اوبه مې درته راوړې
د کوثري چینې اوبه مې درته راوړې
سوله غواړو جنګ دې ورک شي امن را
اعلامیې د پښتانه مې درته راوړې
اعلامیې د پښتانه مې درته راوړې
د پردي ښار الحلي زهر به نوش کړې
که قیصې د خپل کاله مې درته راوړې
که قیصې د خپل کاله مې درته راوړې
دا رېدیان دي! دا نرګس دي خوښوه یې
ګل ګېډۍ د پورې غره مې درته راوړې
ګل ګېډۍ د پورې غره مې درته راوړې
دا څومه بېباکي دې شوه کامرانه
بیا ګیلې په دیواله مې درته راوړې
بیا ګیلې په دیواله مې درته راوړې
No comments