د باقر غزل
غزل
،،باقر،،
په شکريه د مهوش جليل

ځواب راسره نشته او سوالونه کوي خلک
زه ويښ يم زما سترګو کې خوبونه کوي خلک
زه ويښ يم زما سترګو کې خوبونه کوي خلک
راځئ! چې په تنديو نوشته کړو کليمه
په مونږه د کافرو ګومانونه کوي خلک
په مونږه د کافرو ګومانونه کوي خلک
د خداى نه جنتونه په شهيدو سجدو غواړي
زموږ په وينو ، اوښكو اودسونه کوي خلك
کچه کچه کورونه هم کنډر کنډر کنډر کړي
د دې خښتو نه ځان ته محلونه کوي خلك
خبر ندي غوږونه مې بند کړي دي په ګوتو
باقره! ماته ولې اوازونه کوي خلك ؟؟
No comments