Breaking News

د خالد اورکزي د شعري ټولګې "له ځانه ورک يم" مخکتنه






روداد:
شاکر اورکزی
د اورکزي ادبي قافلې د سيوري لاندې د خالد اورکزي د شعري ټولګي "له ځانه ورک يم" مخکتنه نن د اتوار په ورځ د دسمبر په ٣١ نېټه کال ٢٠١٧ء په کوهاټ پرېس کلب کښې د پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير (ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون) په صدارت کښې وشوه. د مشرانو مېلمنو په حېث پروفېسر ډاکټر شېر زمان سيماب، پروفېسر اقبال شاکر، پروفېسر ګوهر الرحمان نويد ،عمر دراز مروت، صاحبزاده تېمور ، سهراب اورکزے او خالد اورکزے په سټېج ناست وو. د نظامت چارې شاکر اورکزي تر سره کړې. د غونډې باقاعده پېل حافظ عبدالرحمان د قران پاک د مبارکو اياتونو د تلاوت نه وکړو. د قافلې صدر ښاغلي صادق سرګردان مېلمنو ته هرکلے ووې او د هغوي مننه يې هم وکړه. دا غونډه په درو برو مشتمله وه. په اوله برخه کښې ښاغلي پروفېسر اسير منګل او ډاکټر وزير شادان په ياد شوي کتاب خپلې ليکلې مقالې واورولې. الياس ټلوال او مراد علي مراد خپلې منظمې پيرزوئينې خالد اورکزي ته وړاندې کړې. د اردو نامتو شاعر شاهد زمان هم خپل تاثرات وړاندې کړل. او احسان الله فاروقي خپل خوږ ترنم کښې د خالد اورکزي کلام وړاندې کړو. په دې دوران کښې د کتاب باقاعده مخکتنه د مشرانو مېلمنو په لاسونو وکړے شوه. هنر مند بهار علي ته د اورکزي ادبي قافلې له لوري سند او نغد انعام هم ورکړے شو.
په دويمه برخه کښې مشاعره وشوه چې په کښې د باجوړ، سوات، ملاکنډ، مردان، پېښور، چارسده، مومندو، لنډي کوتل، دره ادم خېل، کرمې، ټل، هنګو، اورکزو،کرک، لاچۍ، بنو، لکي مروت او د کوهاټ ګڼ شمېر شاعرانو برخه واخسته. د شاعرانو د نومونو فهرست د يو نيم سلو نه سيوا دے. د يو څو شاعرانو نه ماسيوا په کښې اکثر شاعرانو خپل کلامونه واورول.
د پروګرام په دريمه برخه کښې استاذ بهار علي په خپل زړۀ راښکونکي غږ کښې د ارواښاد ايوب صابر او د صادق سرګردان کلامونه زمزمه کړل. هم داسې دا لويه غونډه تېر ماسپښين پايې ته ورسېده.
شاعرانو اديبانو نه علاوه د مېډيا ملګرو، د سياسي ګوندونو مشرانو او کارکنانو، د سماجي تنظيمونو سره تعلق لرونکو نه علاوه عام اولس او زده کونکيو هم په کثير تعداد کښې ګډون درلودۀ.

   مينه او مننه:
اورکزي ادبي قافله د ټولو راغلو مېلمنو د زړۀ د تل نه مننه کوي او د کوهاټ د شاعرانو هم منندوي دي چې د مېلمنو خدمت ته لاس په نامه ولاړ وو.
يادګيرنه: د غونډې د ګډونوالو عکسونه به درسره په خپل وار شريکولے شي.
بندوبست د کائنات دے  په  خبرو
يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو
شاکر اورکزے
                                             مشر سېکتر اورکزي ادبي قافله

No comments